مظفر آباد 24 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د پاك پوځ جرات او زړه ورتيا او اولسي ولولې هند ته داسې سبق وركړے چې تل به ياد ساتي٬ هغه ورځ لرې نه ده كله چې به د مقبوضه کشمير اولس د هند څخه آزادي ترلاسه كړي، د قائداعظم ؒاو د علامه اقبالؒ د خوبونو د تعبير وخت راغلے٬ په شپه ورځ محنت كولو به پاكستان …
د پاك پوځ جرات او زړه ورتيا او اولسي ولولې هند ته داسې سبق وركړے چې تل به ياد ساتي، په شپه ورځ محنت كولو به پاكستان د نړۍ عظيم هېواد جوړوو۔ د وزيراعظم شهباز شريف د ليپ ټاپ وركولو دستورې ته وېنا

مزید خبریں
مظفر آباد 24 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د پاك پوځ جرات او زړه ورتيا او اولسي ولولې هند ته داسې سبق وركړے چې تل به ياد ساتي٬ هغه ورځ لرې نه ده كله چې به د مقبوضه کشمير اولس د هند څخه آزادي ترلاسه كړي، د قائداعظم ؒاو د علامه اقبالؒ د خوبونو د تعبير وخت راغلے٬ په شپه ورځ محنت كولو به پاكستان د نړۍ عظيم هېواد جوړوو، د پاکستان ايجوکيشن انډوومنټ فنډ اجراء سره به نه يوازې زده كوٶنكو (هلكانو/جينكو) ته په مېرټ نه د هېواد دننه بلكې بهر اعلٰې تعليم لپاره هم سكالرشپس وركوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په يونيورسټي آف آزاد جمو و کشمير مظفر آباد كښې په ميرټ د ليپ ټاپ وېشلو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې د آزاد کشمير وزيراعظم فېصل ممتاز راټھور، وفاقي وزيرانو عطاء الله تارړ، احسن اقبال، امير مقام، د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء الله، د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان، وائس چانسلر ناصر جمال خټک او د پوهنتون زده كوٶنكو هلكانو او جينكو ګډون وكړو ۔ وزيراعظم ووئيل د آزاد کشمير اولس د پاکستان ترقۍ، خوشحالۍ او عظمت لپاره قربانۍ وركړي دي او “کشمير بنے گا پاکستان” نعره يې خپل مقصد ګرځولے دے۔ ده ووئيل كومو زده كوٶنكو ته چې په مېرټ ليپ ټاپ ترلاسه شوي ٬ دوي د خپل مور پلار او استاذانو حق ادا كړے او د ھغوي عزت يې ساتلے٬ دا ليپ ټاپ يوزې يو مشين نه بلكې د اعليٰ تعليم ترلاسه كولو او د عزت د روزګار وركولو ذريعه ده۔ وزيراعظم ووئيل په ليپ ټاپ سکيم دې وېنا سره تنقيد كېږي چې دا رشوت دے خو ولې دا ثابت شوه چې دا بډې نه بلكې ځوانان پخپلو پښو د اودرولو ذريعه ده٬ نواز شريف د پاكستان وزيراعظم او ما د پنجاب وزيراعليٰ په حېث دا پروګرام پېل كړے ٶ او تراوسه دا ليپ ټاپ چا ته په سفارش نه دې وركړے شوي٬ يوازې د مېرټ د لارې په ښې كاركردګۍ دا لېپ ټاپ وركړے شوي دي۔ ده ووئيل وفاق چې په آزاد کشمير كښې كوم څلور دانش سکولونه جوړوي په ھغې په تندۍ سره عمل روان دے۔ وزيراعظم په آزاد کشمير كښې د دانش يونيورسټۍ جوړولو اعلان هم وكړه٬ وزيراعظم ډېر زر د پاکستان ايجوکيشن انډوومنټ فنډ اجراء اعلان كولو سره ووئيل دې سره به اعليٰ تعليم لپاره هم په مېرټ سكالرشپس وركولې شي٬ ځوانانو ته جديد تعليم او ټيکنالوجي وركول وړومبۍ پام لرنه ده٬ په دې موقع وزيراعظم زيركو زده كوونكو (هلكانو/ جينكو) ته ليپ ټاپس وركړل۔ خاص زده كوٶنكې افشين زاهد د وزيراعظم په خاص توګه مننې كولو سره ووئيل د لېپ ټاپ په سبب ما ته د خپل تعليم جاري ساتلو موقع ترلاسه شوه ۔ په دې موقع د آزاد جمو و كشمير وزيراعظم سردار فيصل ممتاز راټھور هم وېنا وكړه










