اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د جي ايس پي پلس د پرله پسې سټيټس د تګلارې جاج اخستو په اړه غونډه د نهې په ورځ شوې۔ په دې موقع د تجارت سيکرټري تفصيلي بريفنګ وركړو او كمېټي يې د ھغه اقدامات نه خبر كړه كوم چې حكومت د اروپائي ائتلاف لخوا د جي ايس پي …
د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د جي ايس پي پلس د پرله پسې سټيټس د تګلارې جاج اخستو له غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د جي ايس پي پلس د پرله پسې سټيټس د تګلارې جاج اخستو په اړه غونډه د نهې په ورځ شوې۔ په دې موقع د تجارت سيکرټري تفصيلي بريفنګ وركړو او كمېټي يې د ھغه اقدامات نه خبر كړه كوم چې حكومت د اروپائي ائتلاف لخوا د جي ايس پي پلس سټيټس تسلسل لپاره د مقررہ معيار ترسره كولو له مخئ كړي وٶ۔ ده د اروپائي ائتلاف د ريويو مشن د پاكستان د اوسنۍ دورې تفصيلات هم شئير كړل۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې اسحاق ډار د جي ايس پي پلس معيار له مخئ د سپارلې شوو ذمه وارو په اړه د ټولو وفاقي او صوبائي محکمو څخه د عملدرامد صورتحال وغوښتو۔ ده امر وكړو چې د جي ايس پي پلس سټيټس تسلسل لپاره د حکومتي پاليسو دې ټكي په ټكي او د قانون د روح له مخې عملدرآمد باوري كړے شي۔ په غونډه كښې د تجارت او قانون وزيرانو سره سره د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوہ، خارجه سيکرټريز، د تجارت، بشري حقونو، قانون، موسمياتي بدلون او سمندر پورې پاکستانيانو پشمول د وفاقي او صوبائي محکمو مشرانو او لوړ پورو ګډون وكړو ۔ د دې نه علاوه په برسلز كښې د پاكستان سفارت د زوم د لارې په غونډه كښې ګډون كولو










