اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان انټرنيشنل ائير لائنز د 75 فيصد حصص نجکاري، په دوېم پړاٶ كښې هم عارف حبيب کنسورشيم تر ټولو زياته 135 ارب روبۍ بولي وركړه. د نهې په ورځ د نجکارۍ کميشن تر سېوري لاندې د پاکستان انټرنيشنل ايئر لائنز کارپوريشن لميټډ (پي آئي اے) د 75 فيصده حصص خرڅولو د بولۍ عمل كښې درې کنسورشيم بولۍ جمع كړې شوې، په وړومبي …
د پاکستان انټرنيشنل ائير لائنز د 75 فيصد حصص نجکاري، عارف حبيب کنسورشيم 135 ارب بولي وركولو سره كامياب

مزید خبریں
اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان انټرنيشنل ائير لائنز د 75 فيصد حصص نجکاري، په دوېم پړاٶ كښې هم عارف حبيب کنسورشيم تر ټولو زياته 135 ارب روبۍ بولي وركړه. د نهې په ورځ د نجکارۍ کميشن تر سېوري لاندې د پاکستان انټرنيشنل ايئر لائنز کارپوريشن لميټډ (پي آئي اے) د 75 فيصده حصص خرڅولو د بولۍ عمل كښې درې کنسورشيم بولۍ جمع كړې شوې، په وړومبي کنسورشيم كښې لکي سيمنټ لميټډ، حب پاور هولډنګز لميټډ، کوهاټ سيمنټ لميټډ او ميټرو وينچرز كمپنۍ شاملې دي، په دوېم کنسورشيم كښې عارف حبيب کارپوريشن، فاطمه فرټيلائزر، سټي سکولز پرائيويټ لميټډ او ليك سټي هولډنګز شامل دي دغسې په درېم کنسورشيم كښې ايئر بليو پرائيويټ لميټډ شامل وو، د دريو واړو کنسورشيم لخوا وركړې شوې بلكۍ په پاٶ باندې څلور بجےې پرانستې شوې٬ د لکي سيمنټ کنسورشيم لخوا د 101.5 اربه روپو بولي وركړې شوې ، د ائير بليو لخوا د 26.5 اربه روپو بولي او دغسې د عارف حبيب کنسورشيم لخوا تر ټولو زياته د 115 اربه روپو بولي وركړې شوې ده ، د حکومت لخوا د لږې نه لږه بيعه (ريفرنس پرائس) 100 اربه روپۍ مقرر شوې وه ، په وړومبي پړاٶ كښې لکي سيمنټ اوعارف حبيب کنسورشيم کامياب ګرځولے شوي او دوېم پړاٶ لپاره د لږې نه لږه بيعه 115 اربه روپۍ وه، بولۍ لپاره عارف حبيب کنسورشيم او لکي سيمنټ کنسورشيم اهل ګرځولې شي، په اوپن بولۍ كښې د لکي سيمنټ لخوا 115.5 اربه روپۍ بولي پېل شوه كومه چې په زياتېدو د عارف حبيب کنسورشيم لخوا 121 اربه روپو ته ورسېده، په دې پړاٶ كښې د لکي سيمنټ په درخواست د بولۍ عمل كښې دمه وكړې شوه. د دمې نه وروستو د لكي سمنټ لخوا د 125 اربه روپو بولي وركړې شوه كومه چې په زياتېدو سره د عارف حبيب ګروپ لخوا 135 اربه روپو ته ورسولې شوه٬ په دې موقع د لكي كنسورشيئم لخوا د عارف حبيب ګروپ كنسورشيئم ته مباركي وركړې شوه او د دغې نه وروستو بولي كاميابۍ سره پائې ته ورسېده ۔ په دې موقع وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب او د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ هم موجود وٶ۔ د خزانې وزير خپلو خبرو كښې د پي آئي اے د حصص نيلامۍ په کامياب عمل د نجکاري کميشن او په نيلامۍ كښې برخه اخستونكو ځائي سرمايه كارو له مباركي وركړه ۔ ده ووئيل د بولۍ عمل په سپېځلې ډول مخ په وړاندې روان دے او دا خبره خوشبينه ده چې په بولۍ كښې يوازې ځائي سرمايه كارۍ كمپنۍ مخ په وړاندې روانې دي، دا د پاکستان کاميابي ده۔ د دې نه وړاندې د بولۍ لفافو د پرانستلو دستورې پېل د قرآن پاك د تلاوت نه وشو او بيا قامي سرود وغږولے شو۔ په دې موقع د وزيراعظم نجكارۍ لپاره سلاحكار محمد علي ووئيل د پي آئي اے نجکاري د حکو مت اصلاحاتي اېجنډا مهمه برخه ده او هيله لرو چې د دې عمل بشپړېدو نه وروستو به نجكارۍ او سرمايه كارۍ لپاره لارې هوارې شي۔ ده ووئيل كاميابه بولي وركٶونكې به د 75 فيصده حصص 92.5 فيصد په پي آئي اے كښې لګوي او 7.5 فيصده به د فئيرپرائس په صورت حكومت سره جمع كوي، د دې اقدام مقصد په پي آئي اے كښې زياته سرمايه كاري ده٬ مونږ دا خواهش لرو چې په پي آئي اے كښې نوې سرمايه كاري اوشي٬ ده ووئېل د اتلس الوتكو نه زياتې شي۔ ده ووئيل چې کاميابه بولي وركونكو لپاره د ادائيګۍ طريقه كار هم وضع كړے شوے ، 67 فيصده ادائيګي به د 90 نه تر 120 ورځو كښې كولې شي او پاتې ادائيګي به په يو كال كښې كېږي ۔ ده ووئيل حکومت ټرانزيکشن محفوظولو لپاره طريقه كار خپل كړے او ليټرآف کريډټ د وړاندې نه ترلاسه كړے شوے دے۔ ده ووئيل کاميابه بولي وركٶونكې كه د نړيوال ائيرلائن په څېر يو مضبوط ګروپ شاملول غواړي نو شامولې شي۔ ده ووئيل د پي آئي اے د نجکاري عمل سپېځلے او مسابقتي ساتلے شوے دے، بولۍ لپاره بهر هېوادونو او په كورنۍ كچه اشتهارات وركړے شوي وو۔(










