اسلام آباد۔23دسمبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د افغانستان–پاكستان په سرحد د ټي ټي پي د خارجيانو مستند د ترهه ګرۍ كېمپونو خلاف د پاكستان د كارروائي موازنه د هند لخوا د بهاولپور او مريد كے جماعتونو او مدارس باندې د شوو غير قانوني بريدونو سره كول سراسر غلطه او غيرمناسب ده ۔ د نهې په ورځ په ايكس خپل بيان كښې خواجه محمد …
د پاكستان كارروائۍ د هند غير قانوني بريدونو سره موازنه سراسر ناسمه او غير مناسب ده، خواجه محمد آصف

مزید خبریں
اسلام آباد۔23دسمبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د افغانستان–پاكستان په سرحد د ټي ټي پي د خارجيانو مستند د ترهه ګرۍ كېمپونو خلاف د پاكستان د كارروائي موازنه د هند لخوا د بهاولپور او مريد كے جماعتونو او مدارس باندې د شوو غير قانوني بريدونو سره كول سراسر غلطه او غيرمناسب ده ۔ د نهې په ورځ په ايكس خپل بيان كښې خواجه محمد آصف ووئېل د پاكستان كارروائۍ د مستند استخبارات په بنياد كېږي او د هغې هدف يوازې ترهه ګر عناصر وي او هند د قصدا د عبادت خانو او تعليمي ادارو په نخښه كولو سره د ڼړيوال قوانين سخته خلاف ورزي كړې ۔ده ووئېل د نړۍ قامونه او ملګرو ملتونو پخپله د افغان طالبانو تر سېوري لاندې افغانستان كښې په وده موندونكې ترهه ګړۍ سخته اندیښنه ښكاره كړې ده ، پاكستان نه هره ورځ د افغانستان نه داخلېدونكې ترهه ګر تنظيمونه او ترهه ګر عناصر د دې حقيقت واضحه ثبوت دے چې افغان خاوره د پاكستان خلاف استعمالېږي ۔ دفاع وزير د پهلګام پیښې حواله وركولو سره ووئېل هند تر ننه په هغه پیښه د قبلِېدو وړ ثبوت وړاندې نه كړو هر څو چې پاكستان ورته نه يوازې د سپېځلو او غير جانبداره پلټنو وړاندېز وكړو بلكې د نړيوالې ورورولۍ په وړاندې يې خپل مؤقف په پراخه زړه كیښودو ۔ ده ووئېل د ملګروملتونو د اړخه جاري رپورټ هم د دې خبرې تصديق كوي چې د هند جارحيت غير قانوني، بے بنسټه او جواز لرونكے نه ؤ او د پاكستان دفاعي غبرګون په مكمل توګه جائز او د ڼريوال قوانين تر مخه ؤ ۔خواجه محمد آصف ووئېل هند او د هغوي پراكسي خوارج او د هغوي خوا خوږو په اړه ټول شكونه و شبهات پاكستان پرون هم لرې كړې وو او نن هم الحمدُ لله رياست په هر محاذ په بشپړ توګه چمتو او مضبوط دے۔










