د قطر امير د ” عربۍ تاريخي دوحه لغت ” پرانسته وكړه

دوحه ۔23 دسمبر (اے پي پي) د قطر امير شيخ تميم بن حمد د " مهجم الوحته التاريخي للغته العربيه" د عربۍ تاريخي دوحه لغت پرانسته وكړه۔ د العبريه تر مخه دا لغت عرب سېنټر فار رېسرچ اېنډ پاليسي اسټډېز جوړ كړے دے۔ دا لغت د عربۍ ژبې په كتبو او زړو ليكونو كښې د ابتدائي كارولے شوو ټكو نه واخله تر اوسه د كړي سفر احاطه كوي۔ دا لغت …

دوحه ۔23 دسمبر (اے پي پي) د قطر امير شيخ تميم بن حمد د ” مهجم الوحته التاريخي للغته العربيه” د عربۍ تاريخي دوحه لغت پرانسته وكړه۔ د العبريه تر مخه دا لغت عرب سېنټر فار رېسرچ اېنډ پاليسي اسټډېز جوړ كړے دے۔ دا لغت د عربۍ ژبې په كتبو او زړو ليكونو كښې د ابتدائي كارولے شوو ټكو نه واخله تر اوسه د كړي سفر احاطه كوي۔ دا لغت په متن سياق او سباق كښې د ټكو ساخت او معاني كښې د راغلو بدلونونو د زمانې په اعتبار ډونډ لګوي ۔ د دې الېكټرانك پورټل د لغت موادو او د متن په پانګو كښې د لټون اساني وركوي او لساني ٬ متني او شمارياتي خدمات هم وړاندې كوي۔ د دې لغت په جوړولو كښې اردن ٬ متحده عرب امارات ٬ تيونس ٬ الجزيره ٬ سعودي عرب ٬ شام ٬ عراق ٬ فلسطين ٬ قطر ٬ كوېت٬ لبنان ٬ ليبيا ٬ مصر ٬ مراكش ٬ موريتانيه او د يمن د 500 نه زياتو د پوهنتونونو پروفېسرانو ٬ پوهانو او علما برخه اغستې ده۔

مزید خبریں