پېنډۍ 23 دسمبر (اے پي پي) چيف آف ډيفنس فورسز او چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې د نيشنل ډيفنس يونيورسټي (اين ډي يو) دوره كړې٬ اېن ډي يو ته په راتګ د ادارې صدر د دوي تود هركلے وكړو۔ د دورې په مهال فيلډ مارشل ته په اېن ډي يو كښې د نيشنل سکيورټي اينډ وار کورس سول …
د چيف آف ډيفنس فورسز او چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير د نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ دوره

مزید خبریں
پېنډۍ 23 دسمبر (اے پي پي) چيف آف ډيفنس فورسز او چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې د نيشنل ډيفنس يونيورسټي (اين ډي يو) دوره كړې٬ اېن ډي يو ته په راتګ د ادارې صدر د دوي تود هركلے وكړو۔ د دورې په مهال فيلډ مارشل ته په اېن ډي يو كښې د نيشنل سکيورټي اينډ وار کورس سول او عسکري ګډون كوونكو پشمول پينلز قامي سلامتيا ته په رامخې ته چېلنجز او د دغې مخنيوي لپاره د تګلارې په اړه خپل تعليمي او تجزياتي بريفنګ وركړو۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخئ په دې موقع خپلې وېنا كښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير په بدلېدونكې نړيوال٬ سيمه ايز او په كورنۍ امنيتي ماحول په تفصيلي توګه رڼا اچولو سره ووئيل پاکستان ګڼ اړخيزه او د پرله پسې نوعيت چېلنجز سره مخ دے۔ ده واضحه كړه چې دا چيلنجز روايتي، غېر روايتي، استخباراتي، سائبر، اطلاعاتي، عسکري او د معاشي پشمول په يو شمېر څانګو اډانه دي د كومو مخنيوي لپاره چې جامع ګڼ اړخيزه چمتوالي ، پرله پسې جدت او د قامي قوت د ټولو عناصرو ترمېنځه بشپړه همغږي ضروري ده۔ فيلډ مارشل ووئيل دښمن عناصر نېغ په نېغه د تصادم په ځاے بالواسطه او او مبهم طريقه کار اختياروي چې پكښې د پراکسيز كارول او د كورنيو كمزورو څخه ګټه پورته كول شامل دي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د سباون قيادت له په داسې پېچلې او ګڼ آړخيزه كچه د فکري او چيلنجز پېژندنې، مهارت او په مؤثره ډول د مقابلې تربيه وركول د وخت مهم ضرورت دے۔ ده په غېر يقيني حالات كښې واضحه د فيصله سازۍ، ذهني مضبوطيا او فکري استقامت په موجوده سکيورټي ماحول كښې كاميابۍ لپاره كليدي اوصاف وګرځول ۔ فيلډ مارشل سيد عاصم منير د نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ د كردار ستائنې كولو سره ووئيل اين ډي يو يوه نوموړې اداره ده كومه چې داسې سټريټجک تھنک ټينکس او قائدين رامخې ته كوي كوم چې نړيوال بصيرت په مؤثره پاليسي سازۍ او عملي نتيجو كښې د اچولو صلاحيت لري۔ ده په دې خبره هم زور راوړو چې وظفيائي عكسري تعليم د اداره جاتي مضبوطيا، د ځائي صلاحيتونو ودې او د اوږدې مودې قامي استحکام لپاره د بنيادي ستن حېثيت لري۔ په پائي كښې فيلډ مارشل د پينلز د ژورې تجزيې او نتيجو ستائنه وكړه او په ګډون كوونكو يې زور راوړو چې ھغوي ديانت، نظم و ضبط او د بے لوثه خدمت اقدار په ځاے ساتلو سره هر وخت چمتو او ثابت قدم اوسي










