پاكستاني نژاد امريكائي ډاكټرانو پخپله وظيفائي پوهه د پاكستان ځالانده څېره نړۍ ته ورمخې ته كړې ده۔ سيد يوسف رضا ګيلاني

لاهور 23 دسمبر (اے پي پي) لنډمهاله صدرمملكت سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د پاكستاني نژاد امريكائي ډاكټرانو خدمات نه يوازې په پاكستان بلكې په نړيواله كچه د ستائنې وړ دي٬ ډاكټرانو د وظيفائي پوهې سره د پاكستان ځالانده څېره نړۍ ته ورمخې ته كړې ده، د امريكې د ډاكټرانو تنظيم "اپنا" په دستوره كښې ګډون زما لپاره د درناوي خبره ده۔ دا خبرې ده د نهې په ورځ …

لاهور 23 دسمبر (اے پي پي) لنډمهاله صدرمملكت سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د پاكستاني نژاد امريكائي ډاكټرانو خدمات نه يوازې په پاكستان بلكې په نړيواله كچه د ستائنې وړ دي٬ ډاكټرانو د وظيفائي پوهې سره د پاكستان ځالانده څېره نړۍ ته ورمخې ته كړې ده، د امريكې د ډاكټرانو تنظيم “اپنا” په دستوره كښې ګډون زما لپاره د درناوي خبره ده۔ دا خبرې ده د نهې په ورځ په ګورنر هاٶس كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې د كومې اهتمام چې د امريكې د ډاكټرانو تنظيم “اپنا” كړے ٶ۔ په دې موقع لنډمهاله صدر مملكت په ځانګړې خدمات ډاكټرانو له اېوارډز هم وركړل۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل په لويو روغتونو فشار كمولو لپاره د صحت په بنيادي مركزونو كښې سهولتونه زياتول ضروري دي او كليوالو او پسمانده سيمو ته د صحت معياري او ارزان سهولتونه رسول هم د وخت مهم ضرورت دے۔ ۔ ده ووئيل په پسمانده سيمو كښې د صحت سهولتونو بهترۍ لپاره بايد د نړيوالو تجربو څخه استفاده وكړې شي او زلمو ډاكټرانو له په ميډيكل ريسرچ او ډيجيټل هيلتھ سروسز كښې بشپړه كردار لوبول پكار دي