اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د رائل بحرين نيول فورس کمانډر ريئر ايډمرل احمد محمد ابراهيم ال بن علي ليدلي دي ٬ په دې موقع د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د دفاع وزير د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ د اوږدې مودې په اړيكو رڼا واچوله او په ټولو څانګو كښې يې بحرين لپاره د پاكستان …
د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د رائل بحرين نيول فورس کمانډر ريئر ايډمرل احمد محمد ابراهيم ال بن علي وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د رائل بحرين نيول فورس کمانډر ريئر ايډمرل احمد محمد ابراهيم ال بن علي ليدلي دي ٬ په دې موقع د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د دفاع وزير د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ د اوږدې مودې په اړيكو رڼا واچوله او په ټولو څانګو كښې يې بحرين لپاره د پاكستان د پرله پسې ملاتړ څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په مركزي څانګو او د شريكې مرستې زياتولو لپاره د لارو چارو لټولو ته اتفاق وكړے شو ٬ دواړو ډلو تل پاتې دوه اړخيزه مرستې لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔ ډلو د دواړو هېوادونو ترمېنځه په جاري مرستې د اطمينان څرګندونه وكړه او د شريكې ګټې په څانګو كښې يې د مرستې لا قوي كولو لپاره عزم څرګند كړو۔










