اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د كابينه اقتصادي رابطه كميټۍ (اي سي سي) د فائيو جي سپيكټرم د نيلامۍ منظوري وركړې ده۔ د نهې په ورځ وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه سره په ګډه پرېس كنفرنس كښې ده ووئيل د ډيجيټل پاكستان پروګرام مخ په وړاندې بوتللو لپاره د اقدامات لړۍ روانه ده او حكومت دا سفر لا ګړندے …
اقتصادي رابطه كميټۍ د فائيو جي سپيكټرم د نيلامۍ منظوري وركړه، د ډيجيټل پاكستان سفر لا ګړندے كوٶ۔ د خزانې وزير محمد اورنګزېب

مزید خبریں
اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د كابينه اقتصادي رابطه كميټۍ (اي سي سي) د فائيو جي سپيكټرم د نيلامۍ منظوري وركړې ده۔ د نهې په ورځ وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه سره په ګډه پرېس كنفرنس كښې ده ووئيل د ډيجيټل پاكستان پروګرام مخ په وړاندې بوتللو لپاره د اقدامات لړۍ روانه ده او حكومت دا سفر لا ګړندے كوي، په مالياتي او ډيجيټل شموليت كښې د سپيكټرم لويې كردار دے، د كوم سپيكټرم چې نيلامي نه ده شوې په يو لحاظ سره زمونږ لپاره مالي زيان دے ۔ ده ووئيل د كابينه اقتصادي رابطه كميټۍ (اي سي سي) د نهې په ورځ په شوې غونډه كښې د سپيكټرم د نيلامۍ منظوري وركړه۔ ده ووئيل سپيكټرم ايډوائزري كميټۍ د نيشنل اكنامك ريسرچ ايسوسي ايټس (نيرا) په نامه د كنسلټنټ خدمات ترلاسه كړي وٶ، نيرا پي ټي اے او د نورو اړوندو ادارو په نګرانۍ كښې په تفصيلي توګه په همكارۍ سره رابطه كاري كړې او په ماضي كښې د سپيكټرم د هېواد، سيمې او په نړيواله توګه د شوو نيلامو يې تفصيلي جاج اخستے او ټول نړيوال معيارات يې تر نظره ساتلې دي٬ په دې بنياد مونږ ته د سپيكټرم د بيعې،ادائيګۍ شرطونو او د نيلامي د ډيزاين په اړه سفارشات وړاندې كړل شول٬ ده ووئېل مونږ په دې سفارشاتو غور وكړو او د ټولو نه وړاندې د پاكستان په نقطه نظر مونږ دا وړاندې بوتلل٬ دغسې اي سي سي نن د دې سفارشات منظوري وركړه۔










