د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه اړيكې د څو لسيزو راهسې په شريك احترام٬ دوستۍ او نزدې مرستې اډانه دي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د يو اے اي سفير سالم محمد سالم البواب الزابي سره خبرې

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د اوږدې مودې او د ورورولۍ اړيكو ستائنې كولو سره وئيلي دي د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه اړيكې د څو لسيزو راهسې په شريك احترام٬ دوستۍ او نزدې مرستې اډانه دي، د امارات د صدر شېخ محمد بن زايد النهيان د پاكستان دورې ته سترګې په لار يو۔ د دې …

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د اوږدې مودې او د ورورولۍ اړيكو ستائنې كولو سره وئيلي دي د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه اړيكې د څو لسيزو راهسې په شريك احترام٬ دوستۍ او نزدې مرستې اډانه دي، د امارات د صدر شېخ محمد بن زايد النهيان د پاكستان دورې ته سترګې په لار يو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاکستان كښې د متحده عرب امارات سفير سالم محمد سالم البواب الزابي سره په خبرو كښې كړې چا چې دوي سره د نهې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې وليدل۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او خارجه سيکرټري خارجه آمنه بلوچ هم موجود وو٬ وزيراعظم د امارات د سفير تود هركلي كولو سره په پاكستان كښې د سفير په توګه په تعيناتۍ مباركي وركړه۔ وزيراعظم د متحده عرب امارات قيادت لپاره د نېكو هيلو او د خيرسګالۍ د جذبات څرګندونې كولو سره ووئيل مونږ د متحده عرب امارات صدر او د ابوظهبي حکمران شېخ محمد بن زايد النهيان د پاکستان دورې ته سترګې په لار يو۔ وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت په حجم د اطمينان څرګندونې سره په دې خبره زور راوړو چې اقتصادي اړيكو ته لا وده وركول ، د تجارت او سرمايه کارۍ موقعې زياتولو سره سره د توان ، معدنيات، آئي ټي، ريلوے او د هوا بازي په څېر څانګو كښې مرستې ته پراختيا وركولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم د پاکستان او متحده عرب امارات د اړيكو لا مضبوطولو لپاره د پاکستان د پوخ عزم پخلي كولو سره د پاکستان د اقتصادي ترقۍ او استحکام لپاره په مهمو څانګو كښې يو اے اي ته د سرمايه کارۍ بلنه وركړه٬ ده په سخت وخت كښې پاکستان لپاره د متحده عرب امارات د پرله پسې ملاتړ پشمول د بشري همدردۍ په بنياد د مرستې او پرمختيائي منصوبو هم ستائنه وكړه۔ سفير سالم محمد سالم البواب الزابي د وزيراعظم مننه وكړه او د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زايد النهيان لخوا يې د نېكو هيلو او خېرسګالۍ پېغام ورسولو۔ ده پاكستان سره په ټولو څانګو كښې شراكتداري لا زياتولو لپاره د متحده عرب امارات د پوخ عزم پخلے وكړو او وزيراعظم له يې باور وركړو چې زه به د دواړو هېوادونو په شريكه ګټه كښې د مرستې نوې لارې لټولو لپاره بشپړ هڅې كوم