اسلام آباد۔ 23 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سياسي ګوندونو تر مينځه يو ځل بيا د خبرو اترو په ضرورت زور راوړلو سره وئېلي دي د پاكستان ترقي و خوشحالۍ لپاره د سياسي ګوندونو تر مينځه همم غږي ضروري ده خو د خبرو په اړ كښې به بېك مېلنګ نه چلېږي٬ د سپېځلتيا تر مخه د پي آئې اے نجكارۍ لپاره د بولۍ عمل د نېغ په نېغه …
د پاكستان ترقۍ و خوشحالۍ لپاره د سياسي ګوندونو هم غږي ضروري ده ٬ د پي آئې اے سپېځلې نجكارۍ لپاره د بولۍ د نېغ په نېغه د ښودلو پرېكړه شوې٬ وزيراعظم

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 23 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سياسي ګوندونو تر مينځه يو ځل بيا د خبرو اترو په ضرورت زور راوړلو سره وئېلي دي د پاكستان ترقي و خوشحالۍ لپاره د سياسي ګوندونو تر مينځه همم غږي ضروري ده خو د خبرو په اړ كښې به بېك مېلنګ نه چلېږي٬ د سپېځلتيا تر مخه د پي آئې اے نجكارۍ لپاره د بولۍ عمل د نېغ په نېغه ښودلو پرېكړه شوې ده ۔ د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې په مهال خپلو ابتدائي خبرو كښې وزيراعظم د انډر 19 اېشيا كپ كښې د قامي كركټ ډلې د ښې كاركردګۍ ستائنې كولو سره ده ډلې له مباركي وركړه۔ وزيراعظم كابينې ته ووئېل نن د پي آئې اے د نجكارۍ ورځ ده ٬ د بولۍ عمل سپېځلتيا لپاره دا عمل د نېغ په نېغه د نشر كولو مو پرېكړه وكړه٬ حكومت د پیښو چېلنجونو مخ نيوي له په بيړه ګامونه اخلي ٬ د نجكارۍ لپاره نائب وزيراعظم٬ دفاع وزير او د خزانې وزير په زړه پورې هڅې كړې دي٬ د پي آئې اے نجكارۍ لپاره اړوندو چارواكو او د كابينې غړو هم ډېره خواري كړې ده۔ وزيراعظم ووئېل په بندو لفافو كښې د بولۍ عمل به نېغ پنېعه ښودلې كېلي۔ وزيراعظم ووئېل د هېواد د تاريخ تر ټولو لويه نجكاري كېږي ٬ په دې معامله به د وفاقي كابينې د ټولو غړو رائے اغستلې شي ۔ وزيراعظم د سعودي عرې د اړخه فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته د سعودي عرب تر ټولو په لوي اعزاز ٬٬كنګ عبدالعزيز ٬٬ اېوارډ٬٬ وركولو د مباركۍ سره ووئېل دا اېوارډ يوازې د هغه نه د ټول قام لپاره د وياړ باعث دے۔ د پي ټي آئي د اړخه د خبرو اترو په اړه ده ووئېل ما پي ټي آئې له د اسمبلۍ د فلور نه هم د خبرو اترو بلنه وركړې وه ٬ كه هغوي چمتو وي نو حكومت هم خبرو لپاره چمتو دے ٬ د سياسي ګوندونو خبرې اترې د پاكستان ترقۍ او خوشحالۍ لپاره ضروري دي ٬ خو د خبرو په اړ كښې بلېك مېلنګ نه دې پكار ٬ ده ووئېل هېواد له مخ په وړاندې بوتلل دي او دې لپاره حكومت هر ګام اغستو لپاره چمتو دے










