د اے پي پي په هېډكوارټرز كښې د كرسمس د روايتي كېك پرې كولو دستوره٬ د امن او يوالي څرګندونه

اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) د ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) هېډكوارټرز كښې د ګل په ورځ د کرسمس تهوار لمانځلو په لړ كښې د كېك پرې كولو روايتي دستوره شوې كومه چې د ايجنسۍ د متنوع مذهبي ورورولۍ ترمېنځه٬ د امن٬ مينې او يووالي علامت دے۔ په دستوره كښې د اے پي پي مېنجنګ ډائرېكټر محمد عاصم کھچي، ډائريکټر نيوز شمائله عندليب، چيف رپورټر …

اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) د ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) هېډكوارټرز كښې د ګل په ورځ د کرسمس تهوار لمانځلو په لړ كښې د كېك پرې كولو روايتي دستوره شوې كومه چې د ايجنسۍ د متنوع مذهبي ورورولۍ ترمېنځه٬ د امن٬ مينې او يووالي علامت دے۔ په دستوره كښې د اے پي پي مېنجنګ ډائرېكټر محمد عاصم کھچي، ډائريکټر نيوز شمائله عندليب، چيف رپورټر عباس علي چوهان او سينئر چارواكو د كرسمس په موقع د كېك په پرې كولو كښې د اے پي پي مسيحي ورورولۍ سره ګډون وكړو ٬ دستوره په جوش او ولوله سره لمانځلو سره د اے پي پي د كامندانو ترمېنځه اتحاد او بېن المذاهب همغږي رامخې ته كوي۔ په دې موقع مسيحي ورورولۍ ته مباركي وركولو سره د اے پي پي اېم ډي محمد عاصم کھچي شريك احترام، افهام و تفهيم او د شريك سباٶن په اهميت زور راوړو۔ د اے پي پي ډائريكټر نيوز شمائله عندليب هم د مېنې٬ همدرۍ٬ مساوات او وحدت په اقدارو رڼا اچولو سره مسيحي عملې له مباركي وركړه۔ د دستورې په مهال د اېډمنسټرېشن منېجر ملك خضر زمان اعوان، د اے پي پي اېمپائز يونين پخوانے جنرل سيکرټري نديم اقبال او لياقت بھټي هم مسيحي ورورولۍ له د كرسمس مباركي وركړه او د دوي مرسته يې وستائېله او د ټولو د شموليت او مساوات د عزم يې پخلے وكړو۔ د كرسمس دستورې په مهال د اے پي پي هېډكوارټرز رنګ په رنګ بېلونز او د كرسمس ټري سره سنګار كړے شوے ٶ كومې چې د دستورې خوشحالي يو په دوه كړه۔