فيلډ مارشل سيد عاصم منير د اشياء كپ فاتحين سره وليدل٬ په تاريخي كاميابۍ مباركي او د لوبغاړو د جذبې ستائنه

پېنډۍ 22 دسمبر (اے پي پي) چيف آف ډيفنس فورسز او چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د ګل په ورځ د اشياء كپ بريالۍ د كركټ قامي انډر 19 لوبډلې ملاقات كړے دے ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال فيلډ مارشل د اسياء کپ په تاريخي معرکه او غوره کارکردګۍ ډلې انډر كركټ 19 لوبغاړو٫ ټيم مينجمنټ او چارواكو …

پېنډۍ 22 دسمبر (اے پي پي) چيف آف ډيفنس فورسز او چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د ګل په ورځ د اشياء كپ بريالۍ د كركټ قامي انډر 19 لوبډلې ملاقات كړے دے ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال فيلډ مارشل د اسياء کپ په تاريخي معرکه او غوره کارکردګۍ ډلې انډر كركټ 19 لوبغاړو٫ ټيم مينجمنټ او چارواكو له مباركي وركړه۔ ده د ډلې نظم و ضبط، د شريكې مرستې او د جنګ د جذبې ستائنې كولو سره دا كاميابي قام لپاره د وياړ وړ وګرځوله۔ فيلډ مارشل د زلمو لوبغاړو د جذبې او سخت محنت ستائنې كولو سره په دې خبره زور راوړٶ چې د دوي دا كاميابي پاكستان كښې به ځوانانو كښې د پټو بلها صلاحيتونو عكاسي كوي ۔ ده د لوبغاړ ډاډګيرنه وكړه او په سباٶن كښې يې هم د دو غوره كاركردګۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل وظيفائي پوهه او لوړ معيار په ځاے وساتئ او په مېدان كښې او بهر د هېواد د بهترين سفير په توګه خپل ځانونه وړاندې كړئ ۔ فيلډ مارشل د دې عزم پخلے وكړو چې د پاکستان ځوانان د هېواد د سباٶن بنياد دے ٬ د چا توان٬ ټيلنټ او کردار چې به د قامي پرمختګ او په نړيواله كچه د پاكستان مقام ټاكنه كوي۔ ده ځوانانو ته په بېلو څانګو كښې بااختياره جوړولو لپاره د خپل غېر متزلزل مرستې باور وركړو دغسې چې دوي د نظم و ضبط، ديانت دارۍ او جذبې د لارې په قامي تعمير او ترقۍ كښې خپل مثبت كردار ولوبوي٬ د انډر 19 لوبډلې د فيلډ مارشل لخوا د ډاډګيرنې او په ملاتړ كولو مننې كولو سره ووئيل د سرلښكر لخوا دا ډاډګيرنه به زمونږ لا محنت له يو لوي محرك وګرځي