د قامي اسمبلۍ د اطلاعات قائمه كميټۍ غونډه٬ د اطلاعات وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ په پي ټي وي كښې په روان اصلاحاتي اقدامات قائمه كميټۍ ته بريفيګ

اسلام آباد۔22دسمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د قامي اسمبلۍ د اطلاعات او خپرونو قائمه كمېټۍ ته په پي ټي وي كښی په روان اصلاحاتي اقدامات بريفنګ وركولو سره وئيلي دي په تېر وخت كښې قامي نشرياتي اداره پي ټي وي د اقرباء پرورۍ، د اختيارات په ناجائزه توګه كارولو او د بدعنوانۍ په څير مسئلو سره مخ پاتې ده٬ دغسې د پرله پسې …

اسلام آباد۔22دسمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د قامي اسمبلۍ د اطلاعات او خپرونو قائمه كمېټۍ ته په پي ټي وي كښی په روان اصلاحاتي اقدامات بريفنګ وركولو سره وئيلي دي په تېر وخت كښې قامي نشرياتي اداره پي ټي وي د اقرباء پرورۍ، د اختيارات په ناجائزه توګه كارولو او د بدعنوانۍ په څير مسئلو سره مخ پاتې ده٬ دغسې د پرله پسې حكومتونو پالېسيو هم اداره ستونزو سره مخ كولو كښې كردار ترسره كړے۔ دا خبره ده د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غړې پلين بلوچ په مشرۍ كښې د قامي اسمبلۍ د اطلاعات او خپرونو قائمه كمېټۍ غونډه كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر كمېټي د پی ټي وي ورلډ (انګلش) او د ډیجیټل میډیا ډیپارټمنټ تنظيم نو تفصيلات په اړه هم خبر كړه۔ ده ووئيل د كتونكو شمېره او آمدن كښې زياتوالي لپاره نوې او صلاحيت لرونكې څېرې معارفي كولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان ټيلي ويژن بهترۍ لپاره سټرکچرل اصلاحات معارفي كولې شي دغسې چې اداره په خپلو پښو د اودرېدو جوګه شي۔ په دې لړ كښی دې قائمه كمېټۍ خپل وړاندېزونه وركړي۔ په پي ټي وي كښې د ملازمينو شمېره ډېره زياته ده۔ په دې اړه يو وړاندېز دا هم دے چې كه ګولډن هېنډ شېك سكيم معارفي كړې شي او ملازمينو ته اختيار وركړے شي نو دې سره به د ادارې صورتحال ډېر ښه شي۔ قائمه كمېټۍ د اطلاعات او خپرونو وزارت ته هدايت وكړو چې هغه د خپل انتظام لاندې د موجود قوانين او اېكټس جاج واخلي دغسې چې هغه د وفاقي كابينې پرېكړې سره هم آهنګ كړې شي۔ كمېټۍ ته ووئيل شول چې د سپریم کورټ د مصطفیٰ امپېکس کېس پرېكړې په رڼا كښې وفاقي کابینې د قانون وزارت په مشاورت قوانين كښې د بدلون هدايت كړے ؤ دغسې چې په مختلف قوانين كښې موجود الفاط ”وفاقي حکومت“ په مناسب ”مجاز اتھارټیز“ بدل كړې شي۔ په دې تناظر كښی د اطلاعات او خپرونو وزارت د پاکستان الېکټرانک میډیا رېګولېټري آرډیننس 2002ء، دی نیوز پیپر ایمپلائیز (شرائط ملازمت) اېکټ 1973ء او د اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان آرډیننس 2002ء كښی د بدلونونو وړاندېزونه وركړل چې مقصد يۍ د لفظ ”وفاقي حکومت“ په ځاے ”متعلقه مجاز اتھارټیز“ شاملول وو۔ كمېټۍ له بشپړ غور څخه وروستو په متفقه توګه د دې بلونو منظوري وركړه۔ کمېټۍ په پخوانو سفارشات د عمل درآمد جاج اغستو سره د اطلاعات وزارت ته هدايت وكړو چې د ادارو د مشرانو د تقررۍ عمل دې د ريټائرمنټ يا د ملازمت مودې بشپړېدو څخه لږ تر لږ 30 ورځې وړاندې پېل كړے شي۔ د کمېټی دريځ ؤ چې د چوكو خالي كېدو سره كاركردګي ځپلې كيږي۔په غونډه كښې كمېټۍ د پي ټي وي د مستقل مشر تقررۍ او د ادارې په خپلو پښو اودرولو له د ضروري اقدامات هدايت وكړو۔ په غونډه كښې وفاقي وزير عطاء الله تارړ، د قامي اسمبلۍ غړو ندیم عباس، کرن عمران ډار، رومینه خورشید عالم، کرن حیدر، مس شاهین، مهتاب اکبر راشدي ، سحر کامران، رانا انصر (د زوم د لارې)، د اطلاعات وزارت سېکرټري او نورو چارواكو ګډون وكړو۔