اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي حکومت په هېواد كښې د اقليتونو د حقونو تحفظ او جامع همكاره ټولنې جوړولو له عزم لري۔ د ګل په ورځ دا خبرې د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب په فنانس ډويژن كښې مسيحي ورورولۍ سره تعلق لرونكو كارمندانو سره د کرسمس دستوره كښې د ګډون په مهال خپلې وېنا كښې وكړې٬ په دې …
حکومت په هېواد كښې د اقليتونو د حقونو تحفظ او جامع همكاره ټولنې جوړولو عزم لري۔ د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب د کرسمس دستورې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي حکومت په هېواد كښې د اقليتونو د حقونو تحفظ او جامع همكاره ټولنې جوړولو له عزم لري۔ د ګل په ورځ دا خبرې د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب په فنانس ډويژن كښې مسيحي ورورولۍ سره تعلق لرونكو كارمندانو سره د کرسمس دستوره كښې د ګډون په مهال خپلې وېنا كښې وكړې٬ په دې موقع ده د مذهبي همغږۍ٬ روادارۍ او شموليت لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو۔ وفاقي وزير مسيحي ورورولۍ ته د کرسمس په موقع مباركي وركولو سره امن، همدردۍ او د شريكې احترام په څېر د اقدارو په اهميت زور راوړو۔ ده ووئيل دا اقدار د پاکستانۍ ټولنې بنياد او د بېلو مذهبونو ترمېنځه همغږۍ ته وده وركوي۔ ده د دې خبرې هم پخلے وكړو چې د پاكستان آئين ټولو وګړو ته د فرق نه غېر د حقونو ضمانت وركوي او حکومت په هېواد كښې د اقليتونو د حقونو تحفظ او جامع همكارې ټولنې جوړولو عزم لري۔ د خزانې وزير په دې موقع د كرسمس كېك هم پرېكړو










