اسلام آباد۔22 دسمبر (اے پي پي) افغان وګړي د ګردې نړۍ په هېوادونو كښې د ترهه ګرۍ په كاروائيو او د نشه اي توكو په قاچاق غوندې ناوړه فعل كښې بوخت دي ٬ په كاناډا كښې په ترهه ګرۍ كښې ملوث يو بل افغان وګړے ونيولے شو۔ د افغان جريده هشت صبح تر مخه د كاناډا پوليس د ترهه ګرۍ په تورونو كښې يو افغان وګرے ګرفتار كړو۔ د پوليس …
كاناډا٬ په ترهه ګرۍ كښې ككړ يو بل افغانے وګړے ونيول شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔22 دسمبر (اے پي پي) افغان وګړي د ګردې نړۍ په هېوادونو كښې د ترهه ګرۍ په كاروائيو او د نشه اي توكو په قاچاق غوندې ناوړه فعل كښې بوخت دي ٬ په كاناډا كښې په ترهه ګرۍ كښې ملوث يو بل افغان وګړے ونيولے شو۔ د افغان جريده هشت صبح تر مخه د كاناډا پوليس د ترهه ګرۍ په تورونو كښې يو افغان وګرے ګرفتار كړو۔ د پوليس تر مخه 26 كلنه افغان وګرے وليد خان په ټورنټو كښې د ترهه ګرۍ په هلو ځلو او د داعش سره د مبينه اړيكو په تورونو ونيولے شو۔ افغان وګرے وليد خان داعش ته په مالي وسائلو او په سوشل اكاونټس وركولو او د قتل په منصوبې جوړولو كښې هم ككړ دے۔ افغان وګرے وليد خان د نامعلومه كسانو سره د ترهه ګرۍ جرائمو سازش هم كړے۔ د كاناډا د پيل ښار ريجنل پوليس آفيسر تر مخه د ګرفتارۍ په مهال د هغه نه ډېره وسله او ګوله بارود هم تر لاسه شول۔ د هشت صبح تر مخه د وليد خان د ګرفتارۍ نه يوه ورځ وړاندې په آسټرېليا كښې يو افغان پناه ګزين د نشه اي توكو په تور د نيولو سره افغانستان ته استولے شوے ؤ۔ د افغان طالبان رجيم تر سېوري لاندې د افغانستان د ترهه ګرۍ ۔ سنګينو جرائم په اړه بے لګامه ترهه ګر د ټولې نړۍ لپاره سنګين چېلنج ګرځېدلے دے










