اسلام آباد۔22دسمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ د هيلتھ سروسز ٬ ريګوليشنز اينډ كوآرډينيشن قائمه كميټۍ غونډه په پارليمنټ هاؤس كښې د ډاكټر مهېش كمار ملاني په مشرۍ كښې وشوه۔ كمېټۍ د قامي روغتيا وزير د پرله پسې شموليت ستائنه وكړه۔ د تېرو سفارشات د عملي كېدو صورتحال جاج اغستو سره سره كمېټۍ د مېډيكل او ډېنټل كالجونو كښې د داخلې د لاسه په رامخې ته شوو مسئلو ٬ د …
د قامي اسمبلۍ د هيلتھ سروسز ٬ ريګوليشنز اينډ كوآرډينيشن قائمه كميټۍ غونډه ٬ په ميډيكل او ډينټل كالجونو كښې د داخلو پشمول په يو شمير چارو غور

مزید خبریں
اسلام آباد۔22دسمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ د هيلتھ سروسز ٬ ريګوليشنز اينډ كوآرډينيشن قائمه كميټۍ غونډه په پارليمنټ هاؤس كښې د ډاكټر مهېش كمار ملاني په مشرۍ كښې وشوه۔ كمېټۍ د قامي روغتيا وزير د پرله پسې شموليت ستائنه وكړه۔ د تېرو سفارشات د عملي كېدو صورتحال جاج اغستو سره سره كمېټۍ د مېډيكل او ډېنټل كالجونو كښې د داخلې د لاسه په رامخې ته شوو مسئلو ٬ د نتيجو د درستګۍ په موده ٬ د چوكو په بدلون او په خالي چوكو زياتېدونكې شمېره بشپړ بحث وكړو۔ د روغتيا وزير ووئيل د پی اېم ډي سي په بائي لاز كښې بدلونونه تجويز كولې شي۔ غړو په خالي نشستونو اندېښنه ښكاره كړه۔ د بېلو پوهنتونونو وائس چانسلرز په دې خبره زور راوړو چې د چوكو بيا بيا بدلېدو سره تعليمي كال ضائع كيږي او ميډيكل او ډېنټل ادارو ته زيان رسي۔ چیئرمېن په دې خبره زور راوړو چې كمېټۍ وائس چانسلرز سره مشاورت لپاره وخت وركړے ؤ او په دې اړه يۍ معلومات غوښتلې وو۔ كمېټۍ صوبائي بدلونونه نوټ كړل په كومو كښې چې د بلوچستان په وېټنګ لسټ د اډانه داخلې مېكانزم او د اسلام آباد اپ ګرېډېشن عمل يوازې د اولني كال تر زده كوؤنكو محدود كېدل شامل دي۔ ده مشاهده وكړه چې د چوكو د بدلون او د درستګۍ د مسئلو په مستقله توګه حل كولو له قانون سازۍ كښې بدلونونو ته اړتيا ده۔ چيئرمېن وزارت ته هدايت وكړو چې هغه دې د قانون او انصاف وزارت سره مشاورت وكري او په يوه اونۍ كښې دننه دې د زده كوؤنكو لارښودنه وكړي۔ په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړو زهرہ ودود فاطمي، فرح ناز اکبر، ډاکټر شازیه ثوبیه اسلم سومرو، سبین غوري، ډاکټر درشن، ډاکټر نکهت شکیل خان، ډاکټر شائسته خان او شائسته پروېز (اېم اېن اے/موور) ګډون وكړو۔ د اېن اېچ اېس آر اېنډ سي وزير ٬ د اېن اېچ اېس آر اېنډ سي ٬ پياېم ډي سي ٬ د ډرېب مشرانو عهدېدارو او د ميډيكل پوهنتونونو وائس چانسلرز هم غونډه كښې موجود وو










