د پاكستان معدنيات څانګه كښې تاريخي پيشرفت ٬ د هيواد د 5 لويو كاروباري ډلو د اربونو ډالرو سرمايه كارۍ اعلان

اسلام آباد۔22 دسمبر(اے پی پی) د معدنيات په څانګه كښې د پاكستان تاريخي ګام معيشت لپاره د روښانه سباؤن زېرے دے۔ د تفصيلات له مخې اېس آئي اېف سي سهولت كارۍ سره په بلوچستان كښې د سرمايه كارۍ زرين دور پېل شوے دے٬ د هېواد د وړومبي صف 5 لويو كاروباري ډلو په بلوچستان كښې د اربونو ډالرو سرمايه كارۍ اعلان وكړو۔ لیک سټی هولډنګز، فاطمه ګروپ، دین ګروپ، هلټن …

اسلام آباد۔22 دسمبر(اے پی پی) د معدنيات په څانګه كښې د پاكستان تاريخي ګام معيشت لپاره د روښانه سباؤن زېرے دے۔ د تفصيلات له مخې اېس آئي اېف سي سهولت كارۍ سره په بلوچستان كښې د سرمايه كارۍ زرين دور پېل شوے دے٬ د هېواد د وړومبي صف 5 لويو كاروباري ډلو په بلوچستان كښې د اربونو ډالرو سرمايه كارۍ اعلان وكړو۔ لیک سټی هولډنګز، فاطمه ګروپ، دین ګروپ، هلټن ګروپ او سورتی ګروپ دې دې تاريخ سازې او د اوږدې مودې سرمايه كارۍ لپاره چمتو دي۔ نزدې د 5 اربه امريكائي ډالرو مجموعي وېليو لرونكې دا ډلې د بلوچستان په معدني څانګه كښې د سرمايه كارۍ عزم لري۔ د لوظنامې له مخې د بلوچستان په چاغي ضلع كښې به د سرو زرو او پيتلو په شمول نور قيمتي معدنيات لټولو كښې سرمايه كاري كولې شي۔ په دې اړه پخواني وفاقي وزير او نوموړي صنعتكار ګوهر اعجاز ووئيل د معدنی پرمختګ پېل سره به هېواد كښې امن ٬ پرمختګ او د روزګار پراخه موقعې رامخې ته شي۔ بلوچستان بلها معدني وسائل لرونكې صوبه ده او د پاكستان شركتونو نېغ په نېغه سرمايه كاري به د صوبې معاشي اړخ بدلولو كښی مهم كردار ترسره كړي۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې د اېس آئي اېف سي مرستې سره په بلوچستان كښې پراخه سرمايه كاري د معاشي بحالۍ او پرمختګ ښكاره علامت ده