اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير انجينئر امير مقام د هند لخوا د آبي جارحيت غندنې كولو سره وئيلي دي پاکستان تر آخري حد تللو له چمتو دے٬ کشميريان د پاکستان د نظرياتي پولو محفاظ دي٬ په آزاد کشمير كښې د مسلم ليګ (ن) په مضبوط او منظم ليدو خوشحال شوم۔ د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د مسلم ليګ …
کشميريان د پاکستان د نظرياتي پولو محفاظ دي٬ په آزاد کشمير كښې د مسلم ليګ (ن) په مضبوط او منظم ليدو خوشحال شوم۔ انجينئر امير مقام

مزید خبریں
اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير انجينئر امير مقام د هند لخوا د آبي جارحيت غندنې كولو سره وئيلي دي پاکستان تر آخري حد تللو له چمتو دے٬ کشميريان د پاکستان د نظرياتي پولو محفاظ دي٬ په آزاد کشمير كښې د مسلم ليګ (ن) په مضبوط او منظم ليدو خوشحال شوم۔ د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د مسلم ليګ (ن) آزاد کشمير مرکزي قيادت سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې انجينئر امير مقام ووئيل په ماضي چې څه شوي هغه تېر شوي دي٬ اوس مونږ يو موټے يو٬ زمونږ قائد نواز شريف دے،د کشمير مسئله زمونږ وړومبۍ ترجيح ده٬ كشميريان به نه مايوسه كوو۔ ده ووئيل د کشمير مقدمه د معرکه حق نه وروستو په وړومبي ځل په نړۍ كښې واضحه شوې ده۔ ده ووئيل په آزاد کشمير كښې د مسلم ليګ ن په مضبوط او منظم كېدو خوشحاله شوے يم٬ د ګوند د قيادت لخوا سردار مير اکبر ته هركلے وايم٬ مونږ ټول يو موټے يو نواز شريف زمونږ مشر دے كه کشميريانو مېنډېټ راكړو نو مسلم ليګ ن به تاسو نه مايوسه كوي، ده ووئېل د کشمير اولس مسلم ليګ ن ته سترګې نيولې دي٬ د كشمير په حقله د مسلم ليګ نن پاليسي د ټولو په وړاندې ده٬ كشميريان بې تنخوا د پاکستان محافظان دي، په يوه منصوبه كښې هم کشميريان شا ته نه پاتېږي۔ په دې موقع د آزاد كشمير اسمبلۍ د تحريک انصاف غړي سردار مير اکبر خان په مسلم ليګ ن كښې د شموليت رسمي دستوره وشوه چې پكښې د آزاد کشمير پخواني وزيراعظم راجه فاروق حيدر، د آزاد کشمير مسلم ليګ ن صدر شاه غلام قادر، د مسلم ليګ ن مرکزي جنرل سيکرټري چوهدري طارق فاروق ، نجيب نقي ،د کشمير کونسل غړي ملک حنيف، سينئر نائب صدر مشتاق منهاس ، افتخار ګيلاني او فاروق سکندر هم موجود وو










