اسلام آباد۔22دسمبر(اے پی پی) په ګرد هيواد كښې سږ كال د پوليو مخنيوي وروستے كمپائن ترسره شو۔ په دې مهال 4 كروړه 46 لكه څخه زياتو كوچنيانو ته څاڅكې وركړے شول ۔ د نېشنل اېمرجسني آپرېشن سېنټر لخوا د جاري تفصيلات له مخې په ګرد هېواد كښې د پوليو مخنيوي كمپائن د روانې مياشتې 15 مې څخه تر 21 مې نېټې روان ؤ ۔ په دې مهال پنجاب كښې نزدې …
د پوليو مخنيوي وروستے كمپائن ترسره شو ٬ 4 كروړه 46 لكه كوچنيانو ته څاڅكي وركړے شول

مزید خبریں
اسلام آباد۔22دسمبر(اے پی پی) په ګرد هيواد كښې سږ كال د پوليو مخنيوي وروستے كمپائن ترسره شو۔ په دې مهال 4 كروړه 46 لكه څخه زياتو كوچنيانو ته څاڅكې وركړے شول ۔ د نېشنل اېمرجسني آپرېشن سېنټر لخوا د جاري تفصيلات له مخې په ګرد هېواد كښې د پوليو مخنيوي كمپائن د روانې مياشتې 15 مې څخه تر 21 مې نېټې روان ؤ ۔ په دې مهال پنجاب كښې نزدې 2 کروړه 29 لكه ٬ سندھ كښې نزدې 1 كروړه 6 لكه ٬ په خېبر پښتونخوا كښې 71 لاکه 57 زره څخه زياتو ٬ بلوچستان كښې 25 لکه 83 زره نه زياتو ٬ اسلام آباد كښې 4 لکه 50 زره نه زياتو ٬ ګلګت بلتستان كښې نزدې 2 لکه 74 زره او په آزاد كشمير كښې 7 لکه 14 زره څخه زياتو كوچنيانو ته د پوليو څخه د ساتنې څاڅكې وركړے شول ۔ چارواكو د مور پلار ٬ سول انتظاميې ٬ قانون نافذ كوؤنكو ادارو او د پوليو وركرز مننې كولو سره ووئيل د پوليو مخنيوي كمپائن كښې خذمات ترسره كوؤنكې پوليو وركرز او امنيتي اهلكار د قام حقيقي اتلان دي۔










