تهران ۔22دسمبر (اے پي پي) ایران اعتراف کړے دے چې په جون كښې په جوهري تنصیبات د ارېكائي بريدونو څخه د زيان رسېدو باوجود زمونږ اتومي ټیکنالوجي اوس هم برقرار ده ۔ د العربیه ترمخه د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي مېډيا ته ووئېل مونږ د بريدونو څخه څو مياشتې وړاندې د اتومي بريدونو پروګرام په اړه خبرو لپاره خاص امريكائي استازي سټیو وټکوف سره نيغ په نيعه په رابطه …
جوهري تنصیبات ته د امریکائي بريدونو څخه د زيان رسيدو باوجود زمونږ اتومي ټیکنالوجي اوس هم برقرار ده ،ایران

مزید خبریں
تهران ۔22دسمبر (اے پي پي) ایران اعتراف کړے دے چې په جون كښې په جوهري تنصیبات د ارېكائي بريدونو څخه د زيان رسېدو باوجود زمونږ اتومي ټیکنالوجي اوس هم برقرار ده ۔ د العربیه ترمخه د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي مېډيا ته ووئېل مونږ د بريدونو څخه څو مياشتې وړاندې د اتومي بريدونو پروګرام په اړه خبرو لپاره خاص امريكائي استازي سټیو وټکوف سره نيغ په نيعه په رابطه كښې وو ۔واضحه دې وي د ایران چارواكو بيا بيا په دې خبره زور راوړے چې مونږد اتومي وسلې تر لاسه كولو هڅې نه كوو ، خو د دوي ادعا وه چې د پُر امن مقاصد لپاره د اتومي توان تر لاسه كول او د یورینیم افزودګي مخ نيوي هڅې مسترد کوي ۔ د امریکې او ایران تر مينځه د اتومي لوظ نامې بحالۍ لپاره د خبرو اترو 5 پراؤنه تر سره شوي، د ایران پلاوې د شپږم پراؤ چمتو والي نيولو لپاره وئېل چې اسرائیل زمونږ په اتومي او فوجي تنصیبات بريدونه وكړل چې وروستو په كښې بيا امرېكا هم شامله شوې وه۔










