د فيډ مارشل سيد عاصم منير د سعودي دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان سره ملاقات

پېنډۍ ۔22 دسمبر(اے پی پی) چیف آف ډیفنس فورسز او چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منیر د سعودي عربستان سركاري دورې په مهال د سعودي دفاعي وزير شهزاده خالد بن سلمان بن عبد العزيز آل سعود سره ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه په كومو كښې چې …

پېنډۍ ۔22 دسمبر(اے پی پی) چیف آف ډیفنس فورسز او چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منیر د سعودي عربستان سركاري دورې په مهال د سعودي دفاعي وزير شهزاده خالد بن سلمان بن عبد العزيز آل سعود سره ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه په كومو كښې چې د سيمه ايزې سلامتيا صورتحال ٬ دفاعي او عسكري همكاري ٬ ستراتيجيكي عمل او بدلېدونكي اسټرېټجك چېلنجونه شامل وو۔ په دې موقع د سعودي عربستان او پاكستان ترمينځه د ژورو ٬ تاريخي او ورورولۍ اړيكو يو وارې بيا توثيق وكړے شو۔ د ۔خادمِ حرمېنِ شریفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز آل سعود د جاري كړې شوي شاهي فرمان لاندې فیلډ مارشل سید عاصم منیر ته د مملکتِ سعودی عرب تر ټولو اعلیٰ قومی اعزاز کنګ عبدالعزیز مېډل هم عطا كړے شو۔ دا اعزاز د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر د غوره عسكري خذماتو او قيادت او د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د دفاعي مرستې ٬ ستراتيجيكي همغږۍ او د اداره جاتي رابطو په وده كښې د ده د مهم كردار اعتراف دے۔ دا اعزاز سيمه ايز امن او استحكام لپاره د ده د خذماتو ٬ په خاص توګه د ترهګرۍ مخنيوي او د سلامتيا په څانګو كښې د پرله پسې مرستې عكاسي هم كوي۔ سعودي مشرتابه د فيلډ مارششر سيد عاصم منېر د پېشه ورو صلاحيتونو او اسټرېټجك وژن ستائنه كولو سره د دواړو هېوادونو د ورورولۍ پخوانيو اړيكو مضبوطولو له د ده د عزم ستائنه وكړه۔ فیلډ مارشل سید عاصم منیر په اعزاز ډالۍ كولو د خادم حرمېن شريفېن او سعودي مشرتابه مننه كولو سره دا د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د مضبوطو او تلپاتې اړيكو علامت وګرځولو۔ ده د سعودي عربستان د سلامتيا ٬استحكام او سوكالۍ لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ د کنګ عبدالعزیز مېډل (اعلیٰ درجې) دا اعزازي دستوره دپاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د اړيكو ژوروالي او سيمه ايز او نړيوال امن ته وده وركولو له د دواړو هېوادونو د ګډ عزم عكاسي كوي۔