ریاض ۔22دسمبر(اے پی پی) سعودی خارجه وزير شهزاد فېصل بن فرحان سره د خليج تعاون كونسل (جی سی سی) سېكرټري جنرل جاسم بن اېم البدیوی ملاقات وكړو۔ د اېس پي اے له مخې په ملاقات كښې په جي سي سي كښې د مشتركه كار پېشرفت جاج واغستے شو او د غړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې د مرستې او همغږۍ زياتولو په تګلارو خبرې وشوې۔ په دې موقع د …
سعودي خارجه وزير سره د جي سي سي سيكرټري جنرل ملاقات ٬ د همغږۍ زياتولو په تګلارو خبرې

مزید خبریں
ریاض ۔22دسمبر(اے پی پی) سعودی خارجه وزير شهزاد فېصل بن فرحان سره د خليج تعاون كونسل (جی سی سی) سېكرټري جنرل جاسم بن اېم البدیوی ملاقات وكړو۔ د اېس پي اے له مخې په ملاقات كښې په جي سي سي كښې د مشتركه كار پېشرفت جاج واغستے شو او د غړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې د مرستې او همغږۍ زياتولو په تګلارو خبرې وشوې۔ په دې موقع د خارجه وزارت انډر سېكرټري ډاكټر عبد الرحمن الرسي هم موجود ؤ۔ د دې نه ځانله د اردن نائب وزيراعظم او خارجه وزير ډاكټر اېم الصفدي د سعوردي عربستان په دوره رياض ته ورسېد۔ د سعودي عربستان نائب خارجه وزير انجینیئر عبدالکریم الخریجی د رياض په كنګ خالد انټرنېشنل ايئرپورټ هغه ته هركلے ووے۔










