بغداد ۔22دسمبر(اے پی پی) صدرمملکت آصف علی زرداری په بغداد كښې مقدس زيارتونو ته حاضري كولو سره د اسلامي نړۍ امن ٬ يووالي او سلامتيا لپاره دعا وكړه۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د حضرت شېخ عبد القادر جېلاني په مزا فاتحه خواني وكړه۔ هغه په كاظميه مقدسه كښې د امام موسی الكاظم او امام التقي الجواد …
د صدر مملكت آصف علي زرداري بغداد كښې مقدس زيارتونو ته حاضري٬ د اسلامي نړۍ امن ٬ يووالي او سلامتيا لپاره دعا

مزید خبریں
بغداد ۔22دسمبر(اے پی پی) صدرمملکت آصف علی زرداری په بغداد كښې مقدس زيارتونو ته حاضري كولو سره د اسلامي نړۍ امن ٬ يووالي او سلامتيا لپاره دعا وكړه۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د حضرت شېخ عبد القادر جېلاني په مزا فاتحه خواني وكړه۔ هغه په كاظميه مقدسه كښې د امام موسی الكاظم او امام التقي الجواد روضو ته هم حاضر شو۔ صدر مملكت په روضه كاظميه كښې د اسلامي نړۍ امن ٬ يوالي او سلامتيا لپاره دعا وكړه او دغلته يۍ د زائرينو به كتاب كښې خپل تاثرات قلمبند كړل۔ صدر مملکت د آئمه اهلِ بیتؑ تعليمات د علم ٬ صبر ٬حكمت او اخلاقي قوت تلپاتې سرچينه وګرځول۔ صدر مملكت د امام ابو حنيفه ؒ مزار ته هم لاړو۔ صدر آصف علی زرداری د ټولو مزارونو منتظمينو او مبلغينو سره ملاقاتونه هم وكړل۔










