د صدر مملكت آصف علي زرداري د فتنة الخوارج په ضد په كاميابو كارروائيو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری په خېبر پښتونخوا كښې د هند په سرپرستۍ كښې د فتنة الخوارج په ضد په كاميابو كارروائيو كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړي دي۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملكت په ډېره اسماعيل خان او بنو كښې په دوه جلا جلا انټېلي جنس بېسډ آپرېشنز كښې د 9 خوارجو …

اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری په خېبر پښتونخوا كښې د هند په سرپرستۍ كښې د فتنة الخوارج په ضد په كاميابو كارروائيو كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړي دي۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملكت په ډېره اسماعيل خان او بنو كښې په دوه جلا جلا انټېلي جنس بېسډ آپرېشنز كښې د 9 خوارجو په وژلو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل په هندي سرپرستۍ كښې د فتنة الخوارج بشپړه خاتمې لپاره امنيتي ځواكونه او قانون نافذ كوؤنكې ادارې بشپړ قوت او عزم سره فعاليتونه كوي۔ ده زياته كړه چې په بهرنۍ سرپرستۍ كښې د فعاله ترهګرو بشپړه خاتمه قومي عزم او اتفاق سره باوري كولې شي۔