د يوسف رضا ګيلاني قومي انډر 19 لوبډلې ته ایشیا کپ كښې د هند په ضد په زړه پورې بريا مباركي

اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) لنډ مهاله صدر سید یوسف رضا ګیلانی قومي انډر 19 لوبډلې ته د روايتي حريف هند په ضد ایشیا کپ كښې په زړه پورې بريا ترلاسه كولو د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ ده ووئيل دا كاميابي د زلمو لوبغاړو د خوارۍ ٬ نظم وضبط او جذبې ښكاره ثبوت دے۔ ده ووئيل قومی انډر 19 ټیم په ټورنامنټ كښې په غوره لوبه وړاندې كولو او …

اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) لنډ مهاله صدر سید یوسف رضا ګیلانی قومي انډر 19 لوبډلې ته د روايتي حريف هند په ضد ایشیا کپ كښې په زړه پورې بريا ترلاسه كولو د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ ده ووئيل دا كاميابي د زلمو لوبغاړو د خوارۍ ٬ نظم وضبط او جذبې ښكاره ثبوت دے۔ ده ووئيل قومی انډر 19 ټیم په ټورنامنټ كښې په غوره لوبه وړاندې كولو او په خاص توګه په فائنل كښې په كاميابۍ ترلاسه كولو د قوم زړونه وګټل۔ ده ووئيل دا بريا نه يوازې د پاكستان د كركټ د روښانه سباؤن عكاسي كوي بلكې دې سره د زلمو لوبغاړو حوصله او باور همه زيات شوے دے۔ سید یوسف رضا ګیلانی د پي سي بي چيئرمېن سید محسن رضا نقوی، ټیم مېنجمنټ او كوچنګ سټاف له هم مباركي وركولو سره ووئيل د لوبغاړو په زړه پورې تربيه او لارښودنه هم په دې كاميابۍ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده لوبډلې له د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره هيله ولرله چې لوبډله به سباؤن كښې هم دې جذبې او خوارۍ سره كاميابۍ ترلاسه كوي۔