اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق قومي انډر 19 کرکټ لوبډلې له د ايشيا كپ 2025 په ګټلو مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د هند په ضد په زړه پورې بريا د زلمو لوبغاړو د خوارۍ جذبې او ټيم ورك عكاسي كوي۔ د اتوار په ورځ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان كښې سپيكر د پي سي بي چيئرمېن سيد محسن …
د سپيكر اياز صادق د انډر 19 ايشيا كپ په ګټلو قومي لوبدلې له مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق قومي انډر 19 کرکټ لوبډلې له د ايشيا كپ 2025 په ګټلو مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د هند په ضد په زړه پورې بريا د زلمو لوبغاړو د خوارۍ جذبې او ټيم ورك عكاسي كوي۔ د اتوار په ورځ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان كښې سپيكر د پي سي بي چيئرمېن سيد محسن رضا نقوي ٬ ټېم مېنجمنټ او کوچنګ اسټاف ته هم مباركي وركړه او قومي انډر 19 لوبډلې له يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل قومي لوبډلې روايتي حريف هند ته ماتې وركولو سره د اېشيا كپ په ترلاسه كولو د هېواد او قام نامه روښانه كړې ده۔ ده وويل د قومي لوبډلې په بريا ټول قام وياړي۔










