په وفاقي پلازمينه كښې د قائد ورځې او كرسمس سيكيورټي ته حتمي شكل وركولو لپاره د اعلی كچې غونډه

اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) د ډی آئی جی سیکیورټی اسلام آباد اېم عتیق طاهر په مشرۍ كښې په وفاقي پلازمينه كښې د قائد اعظم د زېږېدنې ورځې او كرسمس دستورو لپاره د فول پروف سېكېورټي انتظاماتو جاج اغستلو او دې ته حتمي شكل وركولو له د اعلی كچې يوه غونډه وشوه۔ د اتوار په ورځ پوليس اهلكار ووئيل چې دا غونډه د مجموعي امنيتي وضعې جاج اغستلو او د اولسي …

اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) د ډی آئی جی سیکیورټی اسلام آباد اېم عتیق طاهر په مشرۍ كښې په وفاقي پلازمينه كښې د قائد اعظم د زېږېدنې ورځې او كرسمس دستورو لپاره د فول پروف سېكېورټي انتظاماتو جاج اغستلو او دې ته حتمي شكل وركولو له د اعلی كچې يوه غونډه وشوه۔ د اتوار په ورځ پوليس اهلكار ووئيل چې دا غونډه د مجموعي امنيتي وضعې جاج اغستلو او د اولسي غونډو او دستورو په مهال امنيت باوري كولو لپاره راوبللې شوه۔ په غونډه كښې د اے آئي جي سپېشل برانچ اېم سرفراز وړائچ په شمول د سېكېورټي ډويژن مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔ ډی آئی جی عتیق طاهر په بېدار پاتې كېدو زور راوړلو سره هدايت وكرو چې په حساسو ځايونو به اضافي نفري تعينات كولې شي۔ ده ووئيل په وخت ردعمل باوري كولو سره دې د نګرانۍ تګلاره لا مضبوطه كړې شي۔ ده ددې عزم پخلي كولو سره ووئيل چې د وګړو د ځان او مال تحفظ لومړۍ ترجيح ده او كوم هم غفلت به زغملې نه شي۔ غونډې دې عزم سره پايې ته ورسېده چې د قائد او كرسمس ورځې سره اړوندې دستورې دې په اسلام آباد كښې په سوليز او خوندي چاپېريال كښې وكړې شي