پاكستان بلها قدرتي وسائل ٬ معدنيات ٬ د سيلګرۍ ځايونه ٬ سازګار موسمي حالات او صلاحيت لرونكې افرادي قوت لري: سيدال خان

اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) د سينيټ لنډ مهاله چيئرمين سيدال خان وئيلي دي چې پاكستان بلها قدرتي وسائل ٬ معدنيات ٬ د سيلګرۍ ځايونه ٬ سازګار موسمي حالات او صلاحيت لرونكې افرادي قوت لري كوم چې زمونږ هېواد د پرمختګ او سوكالۍ او د نړۍ د پرمختګ كړې هېوادونو په صف كښې د پاك پروردګار په امر او فضل اودرولے شي۔ ضرورت د دې خبرې دې چې د هېواد ذهين …

اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) د سينيټ لنډ مهاله چيئرمين سيدال خان وئيلي دي چې پاكستان بلها قدرتي وسائل ٬ معدنيات ٬ د سيلګرۍ ځايونه ٬ سازګار موسمي حالات او صلاحيت لرونكې افرادي قوت لري كوم چې زمونږ هېواد د پرمختګ او سوكالۍ او د نړۍ د پرمختګ كړې هېوادونو په صف كښې د پاك پروردګار په امر او فضل اودرولے شي۔ ضرورت د دې خبرې دې چې د هېواد ذهين او وطن سره مينه لرونكي وګړي ٬ سركاري چارواكي ٬ بيوروكرېسي ٬ ډاكټران ٬ وكيلان ٬استاذان٬ زده كوؤنكي او د سول سوسائټۍ استازي هم آهنګۍ او يو موټې كېدو سره د هېواد وسائلو په غوره او مؤثر ډول وكاروي دغسې چې پاكستان د پرمختګ په لاره روان شي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه ده په پارليمنټ هاؤس كښې بېلو پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په ملاقاتونو كښې د شريكې خوښې چارو په شمول د هېواد په سياسي ٬ معاشي ٬ سماجي او اقتصادي وضعه ٬ د دفاعي او صنعتي څانګو په بهترۍ او قامي پرمختګ سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔