پينډۍ ۔21 دسمبر(اے پی پی) د تركيه استنبول نیول شپ یارډ كښې د پاکستان نیوی دويم ملجم (MILGEM) کلاس بېړۍ پی اېن اېس خېبر کمېشننګ دستوره وشوه۔ د دستورې خاص مېلمه ترك صدر رجب طيب اردوان ؤ۔ چیف آف دی نېول سټاف ایډمرل نوید اشرف، این آئی، این آئی (اېم) هم په دستوره كښې ګډون وكړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې ترك صد رجب طیب اردوان په ورورولۍ اډانه د …
په استنبول نیول شپ یارډ كښې د پاکستان نیوی بيړۍ پی این ایس خیبر کمیشننګ دستوره

مزید خبریں
پينډۍ ۔21 دسمبر(اے پی پی) د تركيه استنبول نیول شپ یارډ كښې د پاکستان نیوی دويم ملجم (MILGEM) کلاس بېړۍ پی اېن اېس خېبر کمېشننګ دستوره وشوه۔ د دستورې خاص مېلمه ترك صدر رجب طيب اردوان ؤ۔ چیف آف دی نېول سټاف ایډمرل نوید اشرف، این آئی، این آئی (اېم) هم په دستوره كښې ګډون وكړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې ترك صد رجب طیب اردوان په ورورولۍ اډانه د پاكستان او تركيه اړيكې مثالي وګرځولې۔ ترک صدر په سباؤن كښې د دفاعي پېداوار په څانګه كښې د همكارۍ لا مضبوطولو په حاجت زور راوړو۔ چیف آف دی نیول اسټاف ایډمرل نوید اشرف دستورې ته خطاب كښې د اېم/اېس اے اېف اے ټی، استنبول نیول شپ یارډ او پی اېن MILGEM بېړو د منصوبه بندۍ ٬ ډیزائن او جوړولو كښې شامل د ساز وسامان جوړونكو عزم ستائنه وكړه۔ ده پاك ترك دفاعي همكاري هم وستائله۔ په دستوره كښې ترك صدر د بېړۍ دوره وكړه چرته چې هغه ته ګارډ آف آنر وړاندے كړے شو۔ دا بېړۍ عصري کمانډ اېنډ کنټرول سسټمز، عصري وسله او عصري سېنسرز لري۔ پاکستان لپاره د څلور MILGEM کلاس بېړو تيارولو لوظنامه په كال 2018 كښې شوې وه چې له مخې يۍ دوه بېړۍ په تركيه او دوه په پاكستان تيارول وو۔ د پی اېن اېس خېبَر کمېشننګ سره په تركيه كښې د دوه بېړو جوړېدل بشپړ شوي دي۔










