د پاكستان او چين ترمينځه ډيجيټل همكارۍ ته وده وركولو له 24 ټيكنالوجي لوظنامې لاس ليك شوې

اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) پاکستان او چین د آئي ټي څانګه كښې همكارۍ لپاره د جوائنټ ورکنګ ګروپ لاندې د ډیجیټل اشتراک مضبوطولو غرض سره 24 مفاهمتی یادښتونه لاس ليك كول سره تېكنيكي مرسته لا پراخا كړې ده۔ وېلتھ پاکستان ته د ترلاسه شوي دستاوېز له مخې په بيجنګ كښې لاس ليك شوې دې لوظنامو كښې يوه په سركاري كچه ٬ 7 د حكومت او كاروباري ادارو ترمينځه او 16 …

اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) پاکستان او چین د آئي ټي څانګه كښې همكارۍ لپاره د جوائنټ ورکنګ ګروپ لاندې د ډیجیټل اشتراک مضبوطولو غرض سره 24 مفاهمتی یادښتونه لاس ليك كول سره تېكنيكي مرسته لا پراخا كړې ده۔ وېلتھ پاکستان ته د ترلاسه شوي دستاوېز له مخې په بيجنګ كښې لاس ليك شوې دې لوظنامو كښې يوه په سركاري كچه ٬ 7 د حكومت او كاروباري ادارو ترمينځه او 16 كاروبار ټو كاروبار لوظنامې شامل دي۔ په دستاوېز كښې وئيلې شوي دي چې دا ډیجیٹل کورېډور به پاکستانی ټیکنالوجی کمپنیو لپاره نوې موقعې رامخې ته كړي او د آئي سي ټي انفراسټركچر په پرمختګ كښې به مرسته پراخا كړي۔ په دستاوېز كښې دا خبره هم په ډاګه كړی شوه چې د آئي ټي او ټېلي كام وزارت د بېلو نړيوالو اشتراكاتو د لارې 3 لاکه پاکستاني ځوانانو ته د عصري ډيجيټل مهارتونو تربيې وركولو او د آئي ټي برآمدات او ډيجيټل صلاحيت زياتولو له فعاله ګامونه پورته كوي۔ د دستاوېز له مخې پورته ذكر شوې او دا ډول نورو اقدامات به په اجتماعي توګه د پاكستان ډيجيټل مهارتونه زيات كړي او د نړيوالو همكاريانو ودې ٬ رامخې ته كېدونكې ټېكنالوجيز او د آئي سي ټي د پرمختګ د لارې به د هېواد په ډيجيټل بدلون كښې مرستيال وګرځي۔