اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) په پاكستان كښې د ايران سفير رضا اميري مقدم وئيلي دي چې مونږ د پاكستان د معزز اولس مشر آصف علي زرداري الوتكې ته ايراني فضائي پولو څخه په تېرېدو هركلے او د خېر سګالۍ په رالېږلي پېغام د هغه مننه كوو۔ د اتوار په ورځ د سماجي رابطه په وېب سائيټ اېكس د اولس مشر آصف علي زرداري ايراني فضائي پولو څخه د تېرېدو په …
د سفير رضا اميري مقدم ايراني فضائي پولو څخه په تيريدو د پاكستاني اولس مشر الوتكې تود هركلے

مزید خبریں
اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) په پاكستان كښې د ايران سفير رضا اميري مقدم وئيلي دي چې مونږ د پاكستان د معزز اولس مشر آصف علي زرداري الوتكې ته ايراني فضائي پولو څخه په تېرېدو هركلے او د خېر سګالۍ په رالېږلي پېغام د هغه مننه كوو۔ د اتوار په ورځ د سماجي رابطه په وېب سائيټ اېكس د اولس مشر آصف علي زرداري ايراني فضائي پولو څخه د تېرېدو په مهال د خېر سګالۍ پېغام په ځواب كښې ايراني سفير ووئيل چې دا په زړه پورې اقدام د ايران او پاكستان ترمينځه د ګډ احترام ٬ يووالي او د تلپاتې ملګرتيا ژورو او مضبوطو رشتو ښكاره عكاسي كوي۔ ايران د دوه اړخيزه مرستې مستحكمولو او خپل منځه اړيكې لا دنګو بامونو ته د رسولو عزم پخلے كوي۔ ده زياته كړه چې زمونږ ګډ عزم او هيله په منطقه كښې امن ٬ استحكام ٬ پرمختګ او اولسي خېر ښېګړې ته وده وركولو سره تړلې ده۔










