په هندي رياست بهار كښې د مسلمانې ميرمنې د حجاب لرې كولو پيښه په هند كښې د زياتيدونكې اسلاموفوبيا او عدم برداشت څرګندونه ده : عطاﺀ تارړ

اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطار تارړ وئيلي دي چې په هندي رياست بهار كښې د مسلمانې ميرمنې د حجاب لرې كولو پيښه په هند كښې د زياتيدونكې اسلاموفوبيا او عدم برداشت څرګندونه ده۔ د خالي په ورځ”وی نیوز انګلش“ سره مركه كښې ده ووئيل دا ډېره د افسوس وړ پېښه ده په كومه كښې چې د مسلم میډیکل ګرېجوېټ زده كوؤنكې په حجاب لرې …

اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطار تارړ وئيلي دي چې په هندي رياست بهار كښې د مسلمانې ميرمنې د حجاب لرې كولو پيښه په هند كښې د زياتيدونكې اسلاموفوبيا او عدم برداشت څرګندونه ده۔ د خالي په ورځ”وی نیوز انګلش“ سره مركه كښې ده ووئيل دا ډېره د افسوس وړ پېښه ده په كومه كښې چې د مسلم میډیکل ګرېجوېټ زده كوؤنكې په حجاب لرې كولو مجبوره كړ شوه۔ ده ووئيل د بهار د وزيراعلی نتېش کمار په څير د مشر سياسي لارښود د حركت د غندنې وړ دے۔ ده ووئيل د خارجه دفتر لخوا ددې پېښې په باضابطه توګه غندنه شوې۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان وزيراعظم د پهلګام پېښې منصفانه او بې پرې پلټنيو پېشكش وكړ او سفارتي رابطې يۍ روانې وساتلې۔ وفاقی وزیر د پاكستان ميډيا لخوا د معلوماتو په ذمه واره توګه خپرول ستائلو سره ووئيل چې نړيواله ميډيا هم د اسلام آباد په وړاندې كړي رپورټ انحصار كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل د موجوده حكومت تګلاره د تېرو حكومتونو څخه مختلف ده كومو چې يوازې په روايتي پرېس بريفنګز او رد عمل اډانه كميونيكېشن اسټرېټجي انحصار كولو۔ ده ووئيل تېرو حكومتونو مستقل ډيجټل موجودګي نه لره او هغې به د بحران په وخت په وقتي بنيادونو غبرګون څرګندولو۔ په موجوده حكمت عملۍ كښې پېشګي ډيجيټل مشغوليت ٬ د ادارو ترمينځه همغږۍ او فوري فېكټ چېكنګ ته ترجيح وركولې شي۔ ده ووئيل پاكستان مؤثر رابطه او معتبر معلومات د قومي ګټو تحفظ او په نړيواله كچه د خپل دريځ مضبوطولو له مهم ګڼي۔