تاجكستان پاكستان كلتوري ميله كښې د پاكستان منځنۍ آسيا سره د اړيكو مضبوطولو عزم پخلے

اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير عبد العلیم خان په لوك ورثه كښې د تاجكستان پاكستان كلتوري مېله كښې د ګډون كولو په مهال د منځنۍ آسيا رياستونو سره اړيكې مضبوطولو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ لوك ورثه ته په رسېدو په پاكستان كښې د تاجكستان سفير شريف زاده يوسف وفاقي وزير ته هركلے ووے۔ په مېله كښې د پاكستان او تاجكستان مشتركه ورثه او فنكارانه روايات …

اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير عبد العلیم خان په لوك ورثه كښې د تاجكستان پاكستان كلتوري مېله كښې د ګډون كولو په مهال د منځنۍ آسيا رياستونو سره اړيكې مضبوطولو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ لوك ورثه ته په رسېدو په پاكستان كښې د تاجكستان سفير شريف زاده يوسف وفاقي وزير ته هركلے ووے۔ په مېله كښې د پاكستان او تاجكستان مشتركه ورثه او فنكارانه روايات په ډاګه كړې شول د كومو چې ګډون كوونكو ستائنه وكړه۔ دستورې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير عبد العليم خان تاجكستان سره د راغلې 75 كسيزه كلتوري ډلې په زړه په پورې پرفارمنس وستائل۔ د مېلې په موقع تاجك سفير وفاقي وزير سره د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د تاجکستان د كلتور وزير مطلب خن ستوريون هم عبد العليم خان سره ملاقات وكړو او د پاكستان لخوا په زړه پورې مېلمستيا او تود هركلي يۍ د تاجك اولس لخوا د پاكستاني حكومت مننه وكړه۔