لاهور۔20 دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف بشري قاچاق ختمولو له د اړوندو ادارو هڅې ستائلو سره ويلي دي چې په غېر قانوني توګه د بهر هېوادونو سفر كوؤنكو او د مشكوك سفري دستاوېزات لرونكو په ضد كارروايۍ كښې دې د دې خبرې خاص خيال وساتلے شي چې معتبر سفری دستاوېزات لرونكي مسافر اغېزمن نه شي۔ د خالي په ورځ د وزراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان …
د وزيراعظم په مشرۍ كښې بشري قاچاق ختمولو او په غير قانوني توګه د بهر سفر مخنيوي له د اقداماتو جاج اغستو غونډه

مزید خبریں
لاهور۔20 دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف بشري قاچاق ختمولو له د اړوندو ادارو هڅې ستائلو سره ويلي دي چې په غېر قانوني توګه د بهر هېوادونو سفر كوؤنكو او د مشكوك سفري دستاوېزات لرونكو په ضد كارروايۍ كښې دې د دې خبرې خاص خيال وساتلے شي چې معتبر سفری دستاوېزات لرونكي مسافر اغېزمن نه شي۔ د خالي په ورځ د وزراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د بشري قاچاق ختمولو او په غير قانوني توګه د بهر هيوادونو سفر مخنيوي له د اقداماتو جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه کښې د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي، د قانون او عدالت وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ، د اقتصادي چارو وفاقي وزیر احد خان چیمه، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطاء تارړ، د کورنیو چارو وزیر مملكت طلال چوهدري او اړوندو لوړ پوړو حکومتي چارواکو ګډون كولو۔ وزیراعظم د بشري قاچاق له منځه وړلو لپاره د اړوندو ادارو د هڅو ستاینه وکړه۔ هغه وویل چې د بهر هېوادونو سفر كوؤنكو مسافرو آف لوډنګ سره د اړوندو اطلاعاتو جاج اغستو او دې حوالې سره د ترلاسه شوو شكايتونو ازالې له د كورنيو چارو وفاقي وزير د بېلو هوائي ډګرونو دوره وكړه كوم چې د ستائنې وړ كار دے۔ وزیراعظم لارښوونه وکړه چې چې په غېر قانوني توګه د بهر هېوادونو سفر كوؤنكو او د مشكوك سفري دستاوېزات لرونكو بن ضد كارروايۍ كښې دې د دې خبرې خاص خيال وساتلے شي چې معتبر سفری دستاوېزات لرونكي مسافر اغېزمن نه شي۔ هغه د پروټيكټورېټ آف اېمېګرېشن كاركردګۍ له ښه كولو او وفاقي تحقيقاتي ادارې او نورو اړوندو ادارو سره د همغږۍ لا مضبوطولو هدايت وكړو دغسې چې په قانوني ډول کار يا ملازمت لپاره بهر ته تلونكي كسان د سفر په مهال له کوم خنډ سره مخ نشي۔ ده د كرپټ عناصرو په ضد د سختې كارروائي كولو هدايت هم وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته بهرنيو هېوادونو ته د غېر قانوني سفر كوؤنكو په ضد د كارروائيو او په دې لړ كښې د پورته كېدونكو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې د كرپشن په ثابتېدو 196 افسران او اهلكار له ملازمت څخه برخاست كړې شوي دي۔ په بريفنګ كښې دا هم ووئيلې شوو چې د مسافرو ډېټا حوالې سره موبائل فون اېپلیکېشن تيارولې شي ٬ د اېف آئی اے آئی بی اېم اېس او آئی ټی سېکشنز ری سټرکچرنګ كولې شي٬ د غېر قانوني سفر مخنيوي لپاره مصنوعي ذهانت كارولے شي۔










