مرستيال وزيراعظم اسحاق سره په پاكستان كښې د تاجكستان سفير ملاقات

اسلام آباد۔20دسمبر (اے پی پی) پاکستان لپاره د تاجکستان سفیر شریفزاده یوسف طاهر د خالي په ورځ د مرستيال وزيراعظم او بهرنیو چارو وزیر سناتور اسحاق ډار سره ولیدل۔ د بهرنیو چارو وزارت له مخې تاجک سفیر په پاکستان کښې د تاجک کلتوري اونۍ په تنظیمولو کښې په مرسته كولو د مرستیال وزيراعظم د همکارۍ مننه وكړه۔ تاجکستان سره د پاکستان د څو اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د پاکستان …

اسلام آباد۔20دسمبر (اے پی پی) پاکستان لپاره د تاجکستان سفیر شریفزاده یوسف طاهر د خالي په ورځ د مرستيال وزيراعظم او بهرنیو چارو وزیر سناتور اسحاق ډار سره ولیدل۔ د بهرنیو چارو وزارت له مخې تاجک سفیر په پاکستان کښې د تاجک کلتوري اونۍ په تنظیمولو کښې په مرسته كولو د مرستیال وزيراعظم د همکارۍ مننه وكړه۔ تاجکستان سره د پاکستان د څو اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د پاکستان د قوي لیوالتیا څرګندولو سره مرستیال وزيراعظم وویل چې هغه په 2026 کال کښې تاجکستان سره يو شمېر لوړ پوړو رابطو ته سترګې په لار دے۔ هغه د دواړو هیوادونو د نجي څانګو ترمنځ د نږدې همکارۍ د ودې په اړتیا ټینګار وکړ دغسې چې د پاکستان او تاجک دوه اړخیزه سوداګري 500 ملين ډالرو ته ورسولې شي۔