پاكستان كلتوري سفارتكارۍ ته زيات اهميت وركوي ٬ ډيجيټل ميډيا اولسي تړون ٬ كلتوري همغږۍ او مثبت بيانيې ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي: د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د تاجكستان د كلتور وزير سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ تاجکستان سره د ډيجيټل ميډيا په څانګه كښې د همكارۍ زياتولو عزم پخلي كولو سره وئيلي چې په موجوده دور كښې ډيجيټل ميډيا اولسي تړون ٬ كلتوري همغږۍ او مثبت بيانيې ته وده وركولو كښې بنيادي كردار ترسره كوي٬ پاكستان كلتوري سفارت كارۍ ته زيات اهميت وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د تاجكستان د كلتور وزير ستاریون …

اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ تاجکستان سره د ډيجيټل ميډيا په څانګه كښې د همكارۍ زياتولو عزم پخلي كولو سره وئيلي چې په موجوده دور كښې ډيجيټل ميډيا اولسي تړون ٬ كلتوري همغږۍ او مثبت بيانيې ته وده وركولو كښې بنيادي كردار ترسره كوي٬ پاكستان كلتوري سفارت كارۍ ته زيات اهميت وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د تاجكستان د كلتور وزير ستاریون مطلوبخون امون زودہ سره ملاقات كښې وكړه څوك چې دا مهال د تاجك كلتوري اونۍ لمانځلو له د پاكستان په خصوصي دوره دے۔ په ملاقات كښی په دوه اړخيزه همكارۍ ٬ ډيجيټل ميډيا كښې په اشتراك ٬ د ميډيا رابطو په وده ٬ دوه اړخيزه اړيكو او د دوه اړخيزه ادبي او كلتوري ورثې په تحفظ او دې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزير تاجك وزير ته د تاجك كلتوري اونۍ په لمانځلو مباركي وركولو سره ووئيل چې د تاجك صدر امام علي رحمان او وزيراعظم شهباز شريف ترمينځه ملاقات كښې دا خبره شوې وه چې په پاكستان كښې به د تاجکستان كلتوري اونۍ لمانځلې شي۔ ده ووئيل د تاجك كلچرل فيسټيول په څير پروګرامونه د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه رابطو او كلتوري همكارۍ ته لا وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل پاكستان كلتوري سفارتكارۍ ته زيات اهميت وركوي۔ په ملاقات كښې د تاجكستان صدر د پاكستان متوقع دورې په موقع كلتوري همكارۍ ته وده وركولو له د باقاعده لوظنامې په كولو هم اتفاق وكړے شو۔ وفاقی وزیر ووئيل چې د علامه اقبال په شاعرۍ د پاكستان او تاجكستان د اولس ترمينځه فكري هم آهنګي د نزدے تړون علامت دے۔ د فارسۍ ستر شاعرانو ته په دواړو هېوادونو كښې د قدر او احترام په نظر كتلے شي۔ د تاجکستان د كلتور وزير د فېسټيول ويك كولو كښې په مرسته كولو د وفاقي وزير عطاﺀ تارړ مننه كولو سره ووئيل تاجکستان به پاکستان سره د كلتوري تبادلې او ډيجيټل ميډيا په څانګه كښې نزدې مرسته روانه ساتي۔ ده ووئيل مشتركه ادبي او كلتوري ورثه دې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا مضبوطولو له روښانه كړې شي۔ په ملاقات كښې د تاجكستان سفير شريف زاده يوسف توئر ٬ د وزيراعظم د موسمياتي بدلون كوآرډينېټر رومینه خورشید عالم، د اطلاعاتو سېكرټري اشفاق احمد خلیل، د اي پي ونګ ډي جي ٬ د ډائرېکټورېټ آف الېکټرانک میډیا اېنډ پبلی کېشنز ډي جي او نور اړوند چارواكي هم موجود وو۔