د اولنۍ ميرمنې آصفه بھټو زرداري د بختاور كيډټ كالج په 5م پاسنګ آؤټ پريډ كښې ګډون ٬ د نوي جمنازیم او سوئمنګ پول پرانسته

اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د پاكستان اولنۍ مېرمنې او د قومي اسمبلۍ غړې آصفه بهټو زرداري د بختاور كېډټ كالج په 5م پاسنګ آؤټ پرېډ كښې ګډون وكړو٬ هغې دغلته د نوي جمنازيم او سوئمنګ پول پرانسته هم وكړه۔ د خالي په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې اورلنۍ مېرمنې په دې موقع ووئيل چې ‏بختاور کېډټ كالج انجونې د تعليم ٬ نظم …

اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د پاكستان اولنۍ مېرمنې او د قومي اسمبلۍ غړې آصفه بهټو زرداري د بختاور كېډټ كالج په 5م پاسنګ آؤټ پرېډ كښې ګډون وكړو٬ هغې دغلته د نوي جمنازيم او سوئمنګ پول پرانسته هم وكړه۔ د خالي په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې اورلنۍ مېرمنې په دې موقع ووئيل چې ‏بختاور کېډټ كالج انجونې د تعليم ٬ نظم وضبط او قېادت د لارې اختيارمندې جوړوي۔ دې زده كوؤنكو انجونو ته د نظم وضبط ٬ احترام او استقامت تلقين وكړو۔ آصفہ بھټو زرداری ووئيل چې بختاور كېډټ كالج په ګرد هېواد كښې 423 زده كوؤنكو انجونو ته معياري تعليم وركوي٬ مېرمنې اختيارمندې جوړول د پاكستان د روښانه سباؤن ضمانت دے۔ په دې موقع اولنۍ مېرمنې د آرټ اېنډ سائنس اېګزېبیېن 26-2025 باضابطه پرانسته هم وكړه۔ آصفہ بھټو زرداری د كېډټس ترمينځه کالج کریسټ او انعامونه تقسيم كړل۔