د سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د قومي اقتصادي كونسل د ايګزيكټو كميټۍ غونډه ٬ كميټۍ بيلو څانګو سره د اړوندو 11 منصوبو منظوري وركړه

اسلام آباد۔20 دسمبر(اے پی پی) د نائب وزيراعظم / خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د قومي اقتصادي كونسل د اېګزېكټو كمېټۍ (اېكنك) غونډه وشوه۔ د نائب وزيراعظم آفس څخه د خالي په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د قومي اقتصادي كونسل اېګزېكټو كمېټۍ بېلو څانګو سره د اړوندو 11 منصوبو منظوري وركړه په كومو كښې چې ټرانسپورټ ٬ مواصلات او ماحوليات هم شامل دي۔ كمېټۍ …

اسلام آباد۔20 دسمبر(اے پی پی) د نائب وزيراعظم / خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د قومي اقتصادي كونسل د اېګزېكټو كمېټۍ (اېكنك) غونډه وشوه۔ د نائب وزيراعظم آفس څخه د خالي په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د قومي اقتصادي كونسل اېګزېكټو كمېټۍ بېلو څانګو سره د اړوندو 11 منصوبو منظوري وركړه په كومو كښې چې ټرانسپورټ ٬ مواصلات او ماحوليات هم شامل دي۔ كمېټۍ د داسو هائيډرو پاور پراجېكټ د بيا كتلي شوي پي سي ون هم منظوري وركړه۔ اېكنك هر كال 10,000 زلمو انجینئرانو لپاره د تربيې موقعو سره د اړوند يو پالېسي پېپر منظوري هم وركړه كوم به چې په بېلو پرمختيائي منصوبو كښې شاملولې شي۔ په غونډه كښې منصوبه بندۍ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه ٬ د سندھ او كے پي كے وزيرانو ٬ د اړوندو وزارتونو وفاقي سېكترانو او د پرمختيائي څانګو صوبائي مشرانو ګډون وكړو۔(اے پي پي وا ١٤٠٨)