اسلام آباد19 دسمبر (اے پي پي) پاکستان كښې د متحده عرب امارات (يو اے اي) سفیر سلیم محمد سالم البواب الزعابي صدر مملكت آصف علي زرداري سره لیدلي او په بېلو څانګو كښې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراخi كولو په اړه يې د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر د نوي ټاکلي شوي سفیر هركلے …
پاکستان كښې د متحده عرب امارات سفیر صدر مملكت آصف علي زرداري سره وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد19 دسمبر (اے پي پي) پاکستان كښې د متحده عرب امارات (يو اے اي) سفیر سلیم محمد سالم البواب الزعابي صدر مملكت آصف علي زرداري سره لیدلي او په بېلو څانګو كښې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراخi كولو په اړه يې د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر د نوي ټاکلي شوي سفیر هركلے وكړو او هغه لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه كولو سره او د هغه د پېش رو د خدمات ستائنه وكړه۔ ده د متحده عرب امارات لخوا د پاكستان د معاشي او د بنيادي ډهانچې د پرمختګ څانګو كښې په پرله پسې مرسته مننې كولو سره ووئيل پاکستان د شیخ محمد بن زاید النهیان په شريكه توګه د مناسب نيټو د سركاري دورې كوربتوب لپاره چمتو دے۔ په دې موقع د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د ورورولۍ د نزدې اړيكو جاج واخستلے او په اقتصادي، دفاع او په اولسي كچې د روابطو پشمول په بېلا بېلو برخو كښې مرستې ته د لا ودې وركولو په امكانات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ صدر مملكت ووئیل متحده عرب امارات كښې زما كورنۍ ته د امارت پیل څخه يو خاص مقام ترلاسه دے ۔ ده ووئيل دا اړيكې د پېړيو راهسې موجود دي، كومې چې د شهيد ذوالفقار علي بهټو څخه تر شهيدې بېنظير بهټو دومداره دي او نن هم دي٬ متحده عرب امارات زما د لور کور هم دے او دا ذاتي تړون د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه په اړيكو كښې د موجوده باور او مينې ژوره عكاسي ده۔ ده ووئيل متحده عرب امارات په مېنځني ختيز كښې د پاکستان تر ټولو لويې تجارتي شراكت دار دے او د دواړو هېوادونو ترمېنځه مالي مرسته په مضبوطو بنيادونو قائم ده٬ خو سرمايه كاري٬ توان٬ ډيجيټل معيشت او د انفراسټركچر د پرمختګ په څانګو كحئ د مرستې زياتولو ګنجائش لا موجود دے۔ ده په متحده عرب امارات كښې د مېشته پاکستاني ورورولۍ ته هم پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د پاكستان ټولنه د متحده عرب امارات په پرمختګ كښې مهم رول لوبوي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د يو قوي پل حېثيت لري۔ په دې موقع په سېنېټ كښې د پاكستان پيپلز پارټۍ پارلماني لارښوده سېنېټر شيري رحمان او سېنټر سليم مانډوي والا هم موجود وو۔










