پاكستان ايئرفورس ايئرمين اكيډمي كورنګي كښې د تر بيه تر لاسه كوونكو پاسنګ آؤټ پريډ

پینډي19 دسمبر (اے پی پی)پاكستان ايئر فورس ايئرمين اكيډمي كورنګي كښې د ټرينيز انټري نمبر 2306، 2406 او 2412 پاسنګ آؤټ پريډ وشو ۔ د پريډ خاص مېلمه د نېشنل ايرو سپيس سائنس اينډ ټېكنالوجي پارك(اين اے ايس ټي پي)د ايډوائزري بورډ صدر ؤ د كوم هركلے چې د ايئر كمانډنګ پي اے ايف ايئرمين اكيډمۍ آفيسر وكړو ۔د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي …

پینډي19 دسمبر (اے پی پی)پاكستان ايئر فورس ايئرمين اكيډمي كورنګي كښې د ټرينيز انټري نمبر 2306، 2406 او 2412 پاسنګ آؤټ پريډ وشو ۔ د پريډ خاص مېلمه د نېشنل ايرو سپيس سائنس اينډ ټېكنالوجي پارك(اين اے ايس ټي پي)د ايډوائزري بورډ صدر ؤ د كوم هركلے چې د ايئر كمانډنګ پي اے ايف ايئرمين اكيډمۍ آفيسر وكړو ۔د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي پريس ريليز له مخې د پاكستان ايئر فورس٬پاكستان نيوي او د دوست هېوادونو سره تعلق لرونكو په مجموعي توګه 1155 ټرينيز خپل پيشه وره تربيت په كاميابۍ سره بشپړ كړو ۔پريډ ته خطاب كښې خاص مېلمه د پاكستان ايئر فورس پيشه وره صلاحيت٬جنګي تيارۍ او په نړيواله كچه تسليم شوے مقام وستائېلو۔ده ووئېل پي اے ايف ايئر مين اكيډمۍ د چيف آف ايئر سټاف ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو نشان امتياز(ملټري)٬هلال جرات وژن له مخې جديد او په سباؤن اډانه تربيه وركوي دغسې چې د رامخې ته شوو جنګي چېلنجونو په موثره دژل مخ نيوې وكړے شي۔ده د پي اے ايف آپرېشنل كاميابو٬ګڼ اړخيزه(ملټي ډومين)آپرېشنز موثره كولو او مجموعي چمتوالے هم رامخې ته كړو ۔دستورې په مهال د ځانګړې كاركردګۍ څرګندونه كوونكو ټرينيز ته انعامات وركړے شول ۔ايئر كرافټ مين سارجنټ احمد حسين عارف په مجموعي ښه كاركردګۍ د چيف آف ايئر سټاف ټرافي ترلاسه كړه۔ايئر كرافټ مين حمزه علي د اصغر خان ټرافي په خپله نامه كړه او نور خان ټرافي ايئر كرافټ مين احمد حسين عارف ته وركړې شوه ۔د اكيډمۍ سارجنټ ايئر كرافټ مين شفاعت نور د ايئر آفيسر كمانډنګ ټرافي ترلاسه كړه او سري لنكا سره تعلق لرونكي د ايل اے سي ټي ايچ جي اين ډي هيئرا ته د ښه غېر ملكي ټريني ټرافي وركړې شوه۔خاص مېلمه كامياب ګريجويټس او د هغوي والدين ته مباركي وركړه او د ايئر مين اكيډمۍ افسرانو او د عملې پيشه وره مهارت٬جذبه او محنت يې وستائېلو۔