د هنر٬موسيقۍ او د روايات په تبادله قامونه يو بل ته نزدې كېدے شي۔د وفاقي وزير اورنګزيب كهچي د پاك-تاجك كلچر فيسټيول اوونۍ د پېل كولو دستورې ته خطاب

اسلام آباد۔19 دسمبر (اے پی پی)لوك ورثه اسلام آباد كښې د پاك-تاجك كلتوري فيسټيول د اوونۍ پرانستې دستوره وشوه چې پكښې د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي٬ د تاجكستان د كلتور وزير ستوريون متلو باخون امونزو٬د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان٬تاجك سفير٬حكومتي او سفارتي شخصيات٬فنكارانو او كلتور سره تړون لرونكو كسانو ګډون وكړو ۔ د پرانستې دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي …

اسلام آباد۔19 دسمبر (اے پی پی)لوك ورثه اسلام آباد كښې د پاك-تاجك كلتوري فيسټيول د اوونۍ پرانستې دستوره وشوه چې پكښې د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي٬ د تاجكستان د كلتور وزير ستوريون متلو باخون امونزو٬د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان٬تاجك سفير٬حكومتي او سفارتي شخصيات٬فنكارانو او كلتور سره تړون لرونكو كسانو ګډون وكړو ۔ د پرانستې دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي ووئيل پاك-تاجك كلتوري فيسټيول د دواړو وروڼو هېوادونو د ملګرتيا او تاريخي او كلتوري رشتو علامت دے۔ده ووئيل كلتوري سفارتكاري په منطقه كښې امن٬هم غږۍ او په اولسي كچه روابط ته وده كښې مهم كردار ادا كوي۔د وينا وه چې هنر٬موسيقي او د روايات تبادلې سره قامونه يو بل ته نزدې كېدے شي او دا فيسټيول د نوې كل لپاره يو مثبت او رغنده پېغام دے۔په خپل خطاب كښې د تاجك كلتور وزير ووئيل پاكستان او تاجكستان يوازې په جغرافيائي توګه نزدې نه بلكې په پيړيو اډانه روحاني٬لساني٬تاريخي او كلتوري خپلوليو باندې هم تړلې شوي دي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې د اعلٰی قيادت د دانش لرونكو پالېسيو له مخې پرله پسې وده مومي او بيلو څانګو كښې مرسته د سټريټجك شراكتدارۍ مضبوط مثال دے۔د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان هم دستورې كښې خصوصي ګډون وكړو او د تاجكستان كلتور ستائېلو سره يې ووئېل د دواړو هېوادونو ترمينځه شريك كلتوري پروګرامز كول خوشبينه دي۔ده د پاك-تاجك كلتور فيسټيول كاميابولو له د كلتور وفاقي وزير او تاجك سفير ته مباركي وركړه۔ د دستورې په اختتام د لوك موسيقي٬رقص او كلتوري مظاهرو څخه ناتس خلق مسحور شول۔پاك-تاجك كلتور فيسټيول ويك د دواړو هېوادونو ترمينځه په كلتوري اړيكو كښې يو نوې اړخ ګرځولے كېږي۔۔