واشنګټن ۔19 دسمبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د 901 بلين ډالر په دفاعي بل لاس ليك وكړو۔ د فاكس نيوز تر مخه صدر د زيارت په ورځ د دفاعي پاليسۍ په بل لاس ليك كولو سره د دغې منظوري وركړه كوم چې د امرېكې د تاريخ تر ټولو لوي پوځي خرڅونو پېكچ دے۔ د مالي كال 2026 د نېشنل ډيفنس آتهرائزېشن ايكټ د 901 بلين ډالر …
د امرېكې صدر د 901 بلين ډالر په دفاعي بل لاس ليك وكړو٬ د يوكرېن لپاره 80 كروړه ٬ اسرائيل لپاره 60 كروړه ډالر بېل كړے شول

مزید خبریں
واشنګټن ۔19 دسمبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د 901 بلين ډالر په دفاعي بل لاس ليك وكړو۔ د فاكس نيوز تر مخه صدر د زيارت په ورځ د دفاعي پاليسۍ په بل لاس ليك كولو سره د دغې منظوري وركړه كوم چې د امرېكې د تاريخ تر ټولو لوي پوځي خرڅونو پېكچ دے۔ د مالي كال 2026 د نېشنل ډيفنس آتهرائزېشن ايكټ د 901 بلين ډالر د پوځي خرڅونو اجازه وركوي ٬ كوم چې د انتظاميه د درخواست نه 8 بلين ډالره زيات دے۔ په ايكټ كښې د پوځيانو په تنخواګانو كښې نزدې د 4 فيصده زياتوالي وړاندېز هم وركړے شوے ٬ په دې كښې د يوكرېن او بالټك رياستونو لپاره نوے فنډنګ وركړے شوے دے ۔ د سپينې ماڼۍ د اړخه جاري بيان تر مخه د امرېكې صدر ووئېل دا قانون سازي زمونږ د طاقت د لارې د امن راوستلو ايجنډا به مخ په وړاندې بوځي٬ د هېواد سلامتيا ته به تقويت وركړي او دفاعي صنعتي بنياد به قوي كړي۔ په 3086 پاڼو مشتمل بل كښې كليدي دفعات كښې د يوكرېن لپاره 800 ملين ډالر بېل كړے شوي دي كوم به چې په راروانو دوو كالو كښې د 400 ملين ډالر په حساب سره د يوكرېن سېكيورټي اسسټنس انيشي ايټو تر مخه وركولې شي۔ به دې بل كښې اسرائيل لپاره 600 ملين ډالر بېل كړے شوي چې پكښې د آئرم ډوم سسټم غوندې شريك مېزائل دفاعي اقدامات لپاره فنډز هم شامل دے۔










