اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري به د عراق صدر ډاکټر عبد اللطيف جمال رشيد په بلنه د 20 نه تر 24 دسمبر د عراق سركاري دوره كوي٬ دا دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې د وررولۍ اړيكو څرګندونه ده كومې چې په مشتركه مذهبي، كلتوري اقدارو او شريك احترام اډانه دي۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا …
صدر مملکت آصف علي زرداري به د عراق خپل همڅنګ په بلنه د 20 نه تر 24 دسمبر د عراق سركاري دوره كوي

مزید خبریں
اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري به د عراق صدر ډاکټر عبد اللطيف جمال رشيد په بلنه د 20 نه تر 24 دسمبر د عراق سركاري دوره كوي٬ دا دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې د وررولۍ اړيكو څرګندونه ده كومې چې په مشتركه مذهبي، كلتوري اقدارو او شريك احترام اډانه دي۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دورې په مهال به صدرمملكت د عراق مشرانو سره د لوړې كچې ملاقاتونه كوي چې پكښې به د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج اخستلے شي او د شريكې خوښې څانګو پشمول تجارت او سرمايه کاري، توان، د بيا رغونې ، افرادي قوت، ټيکنالوجي، تعليم او په اولسي روابطو كښې د مرستې لا قوي كولو لپاره په تګلارو به غور كولې شي او د دې نه علاوه به په سيمه ايز او نړيوال صورتحال سره سره په ګڼ اړخيزه فورمز په مرسته هم د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ دې دوره څخه د دواړو هېوادونو ترمېنځه په خاص توګه مذهبي سېلګرۍ او د اقتصادي مرستې په تناظر كښې د دوستانه اړيكو لا مستحكمولو٬ د شراكتدارۍ نوې موقعې لټولو او اولسي روابطو ته ودې وركولو له د مرستياله ثابتېدو هيله ده ٬ دا دوره عراق سره د پاکستان مسلسل مصروفيت او يو نتيجه لرونكې او ستراتېژك شراكتدارۍ ته د ودې وركولو د عزم عكاسي كوي كومه به چې د عراق استحکام او پرمختګ سره سره د سيمه ايز امن او خوشحالۍ ږپاره هم مرستياله وګرځي۔










