د سينيټ لنډ مهاله چيئرمين سره د پلاويو ملاقاتونه ٬ اولس ته په پيښو مسئلو او د دغې تلپاتي حل لپاره په حكومتي اقدامات د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔19دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سېدال خان سره د سېنېټ غړو ٬ قبائېلي مشرانو ٬ زده كوؤنكو ٬ پوهانو ٬ وكيلانو او طبي پوهانو پلاويو په پارليمنټ هاؤس كښې جلا جلا ملاقاتونه وكړل په كومو كښې چی د هېواد په معاشي ٬ سياسي وضعه ٬ سماجي همغږۍ او قامي يووالي ته ودې وركولو سره سره اولس ته په پېښو چېلنجونو او د دغې تلپاتي حل لپاره …

اسلام آباد۔19دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سېدال خان سره د سېنېټ غړو ٬ قبائېلي مشرانو ٬ زده كوؤنكو ٬ پوهانو ٬ وكيلانو او طبي پوهانو پلاويو په پارليمنټ هاؤس كښې جلا جلا ملاقاتونه وكړل په كومو كښې چی د هېواد په معاشي ٬ سياسي وضعه ٬ سماجي همغږۍ او قامي يووالي ته ودې وركولو سره سره اولس ته په پېښو چېلنجونو او د دغې تلپاتي حل لپاره په حكومتي ګامونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې لنډ مهاله چيئرمېن سېنېټرخلیل طاهر سندھو، سېنېټر بشریٰ انجم بټ او سېنېټر فوزیه سره د ملاقات په مهال په سېنېټ كښې د قانون سازۍ عمل لا مؤثره كولو ٬ د پارليماني روايات استحكام ٬ د صوبو ترمينځه د باور بحالۍ ٬ اقتصادي اصلاحات ٬ د سرمايه كارۍ وده او عامو وګړو ته ريليف وركولو سره په اړوندو چارو خبرې وشوې۔ په دې موقع د سېنېټ لنډ مهال چيئرمېن ووئيل سېنېټ نه يوازې د آئيني توازن محافظ دے بلكې د وفاقي وحدت او جمهوري اقدارو استحكام له يو مضبوط او باوقاره كار كوي۔ د قبائېلي مشرانو پلاوي سره ملاقات كښې د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن ووئيل قبائېلي مشرانو قامي وحدت ٬ ټولنيز استحكام او د روايتي اقدارو په خونديتوب كښې مهم كردار ترسره كړے دے۔ ده په قبائېلي مشرانو زور راوړو چې هغوي د ځوان كول په فكري او اخلاقي لارښودنه او د معاشرتي اصلاحات په عمل كښې خپل بشپړ كردار ترسره كړي۔ د بلوچستان زده كوؤنكو سره خبرو كښې ده ووئيل ځوانان د كوم هم قام تر ټولو قيمتي سرمايه او د روښانه سباؤن ضمانت وي۔ ده ووئيل حكومت ځوانانو ته د زده كړو ٬ هنرمندۍ ٬ روزګار او كاروبار موقعې وركولو له په يو شمېر پروګرامونو او اصلاحاتي اقدامات عمل كوي۔ د پوهانو پلاوي سره ملاقات كښې ده ووئيل د فكر خاوندان او پوهان د كومې هم ټولنې د فكري جهت په تعين كښې د بنيادي ستنې حېثيت لري۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د پالېسۍ جوړولو په عمل كښې د اهل علم رائے او تحقيقي سفارشات شاملول د وخت مهم ضرورت دے دغسې چې پرېكړې په زمكيزو حقائقو او مضبوطو علمي بنيادونو اډانه وي۔ د طبي پوهانو پلاوي سره خبرو كښې د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن ووئيل ډاكټران او د روغتيا څانګې سره تړون لرونكې عمله د قام محسنان دي كوم چې په هر سخت وخت كښې د اولس خذمت ته لومړۍ ترجيح وركوي۔ ده ووئيل طبي آسانۍ ښه كول او لرې پرتو سيمو ته د دې رسول په حكومتي ترجيحات كښې شامل دي۔ سيدال خان ووئيل موجوده حكومت د بلوچستان پرمختګ او سوكالۍ ته خصوصي اهميت وركوي٬ په صوبه كښې د روانو پرمختيائي منصوبو په نتيجه كښې سړکونو، مواصلاتی نظام او بنيادي اډانه كښې ښكاره ښه والے رامخې ته شوے چې ورسره اولس ته آسانۍ ترلاسه شوي او تجارتي او معاشي فعاليتونو وده وكړه او دا اقدامات به كه پاك پروردګار ته منظور وي د بلوچستان په قامي چوكاټ كښې لا مضبوطيا سره شاملولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔