اسلام آباد۔19 دسمبر (اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي كلن آئيني رپورټنګ يوازې د يو رسمي عمل په ځاے په نتيجو اډانه ضروري دے٬آئين د رياست مخه ټاكي خو د آئين اصول په پالېسۍ عملدرآمد لپاره تر ننه كومه واضحه او كوټلے روډ ميپ موجود نه دے بلكې يوه لويه خلا ده٬حكومت يو داسې قامي فريم ورك معارفي كول غواړي كوم چې …
د منصوبه بندۍ وزارت تر سېوري لاندې د آئين اصول پالېسۍ په اړه قومي مشاورتي وركشاپ٬كلنه آئيني رپورټنګ يوازې د يو رسمي عمل په ځاے په نتيجو اډانه ضروري دے۔احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد۔19 دسمبر (اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي كلن آئيني رپورټنګ يوازې د يو رسمي عمل په ځاے په نتيجو اډانه ضروري دے٬آئين د رياست مخه ټاكي خو د آئين اصول په پالېسۍ عملدرآمد لپاره تر ننه كومه واضحه او كوټلے روډ ميپ موجود نه دے بلكې يوه لويه خلا ده٬حكومت يو داسې قامي فريم ورك معارفي كول غواړي كوم چې سپيځلے٬ د نتيجې وړ او د احتساب جوګه وي چې له مخې يې د آئين اصول پالېسۍ اهداف٬پرمختيائي ترجيحات او ګورننس آؤټ كمز هم يو بل سره سمون خوري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وزارت تر سيوري لاندې د جمعې په ورځ د پاكستان آئين اصول پالېسۍ يو قامي مشاورتي وركشاپ ته د وينا كولو په مهال وكړه۔په دې لړ كښې د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وزارت تر سيوري لاندې د جمعې په ورځ د آئين پاكستان اصول پالېسۍ يو قامي مشاورتي وركشاپ وشو كوم ته چې د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وينا وكړه ۔وفاقي وزير ووئيل كلنه آئيني رپورټنګ محض يو رسمي عمل په ځاے په نتيجو اډانه ضروري دے۔ده ووئيل د رپورټ معيار د دې ښكلا نه بلكې دا پكار دے چې د دې اثرات د اولس په ژوند كښې تر كومه حده ښه والې راولي۔احسن اقبال ووئيل څومره مهم كار چې آئين جوړول دي٬دومره مهم په آئين عمل داري ده٬آئين د رياست د سمت تعين كوي خو د آئين اصول په پالېسۍ عملدرآمد لپاره تر ننه كوم واضحه او مربوط روډ ميپ نشته نه او دا يوه لويه خلا ده۔ده په ګوته كړه چې په تېرو 52 كلونو كښې په اصولي پالېسۍ عملدرآمد لپاره موثر نظام وضع شوے نه دے٬ځكه اوس يو كوټلې٬ د عمل وړ او د احتساب جوګه تګلاره جوړول د وخت مهم ضرورت دے










