افغانستان ترهګرو لپاره خوندي پټن ځاے دے ٬ په نړيواله كچه يو وارې بيا د پاكستان د دريځ بريا

اسلام آباد۔19دسمبر(اے پي پي) په افغان طالبان رجیم كښې د فعاله ترهګرو تنظيمونو په اړه ملګرو ملتونو بشپړ رپورټ جاري كړے دے۔ دا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل يو دستاوېز دے٬ په كوم كښې چی 29 مئی 2024 څخه تر 11 نومبر 2025 صورتحال احاطه شوې ده۔ ملګرو ملتونو د پاكستان د ترهګرۍ مخنيوې هڅې تسليمولو سره افغانستان څخه د پولې پورې ترهګري يو سنګين خطر ګرځولے دے۔ د …

اسلام آباد۔19دسمبر(اے پي پي) په افغان طالبان رجیم كښې د فعاله ترهګرو تنظيمونو په اړه ملګرو ملتونو بشپړ رپورټ جاري كړے دے۔ دا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل يو دستاوېز دے٬ په كوم كښې چی 29 مئی 2024 څخه تر 11 نومبر 2025 صورتحال احاطه شوې ده۔ ملګرو ملتونو د پاكستان د ترهګرۍ مخنيوې هڅې تسليمولو سره افغانستان څخه د پولې پورې ترهګري يو سنګين خطر ګرځولے دے۔ د ملګرو ملتونو د وروستي رپورټ له مخې د طالبان دا ادعاګانې چې په افغانستان كښې كوم ترهګر نشته د باور وړ نه دي۔ بېل هېوادونه د دې خبرې تصديق كوي چې په افغانستان كښې ترهګرې ډلې هغسې فعاله دي۔ په افغانستان كښی د داعش ، ټی ټی پی او القاعده په شمول كالعدم ترهګر تنظيمونه موجود دي۔ د رپورټ له مخې افغان خاورې څخه ټي ټي پي په پاكستان بريدونه كړې دي كوم چې د لوي خطر په توګه رامخې ته شوي دي۔ په كال 2025 كښې ټي ټي پي په پاكستان كښې نزدې 600 بريدونه كړي په كومو كښې چې يو شمېر پاكستاني امنيتي ځواكونو ناكامه كړې ۔ ټي ټي پي د خپلو هدفونو پراخه كولو سره پوځ سره تړلې ادارې او په پاكستان كښې د چينائي سرمايه كارۍ منصوبې هم شاملې كړې دي۔ د رپورټ له مخې د كالعدم ترهګر تنظيمونو د موجودګۍ له امله منطقه ٬ افغانستان د بې ثباتۍ مركز ګڼلے شي۔ د ټی ټی پی د پولې پورې غاړه ترهګرۍ د لاسه د پولو تړلے كېدو په نتيجه كښې افغان معيشت ته هر ورځ 10 لكه ډالره زيان رسي۔ په افغانستان كښې بنيادي آسانۍ ٬ روزګار معاشي او سماجي نظام اغېزمند كيږي۔ اکتوبر 2023 څخه وروستو د افغان وګړو افغانستان ته ستنېدلو د افغانستان په معيشت نور فشار زيات كړے دے۔ تر دې دمه 4.5 ملین څخه زيات افغانان بېرته لېږلې شوي ۔ د ملګرو ملتونو په راپور كښې د پاكستان د ترهګرۍ مخنيوي كارروايۍ د ستائنې وړ ګرځولې شوي دي۔ پاكستان په 16مئی 2025 د ترهګرۍ مخنيوي كاميابه كارروايۍ كښې د داعش وياند ترهګر سلطان عزيز اعظّام ونيولو۔ افغانستان څخه فعاله ټي ټي پي او نورې ترهګرې ډلې د ټولې منطقې لپاره خطر لري۔ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په راپور كښې افغانستان څخه غوښتنه شوې چې هغه ترهګر تنظيمونو له پناه نه وركوي۔ پاکستان د كوټلو شواهدو سره نړيواله ورورولي په افغانستان كښی فعاله ترهګرو تنظيمونو څخه خبر كړې ده۔ د ملګرو ملتونو په رپورټ كښې ښكاره وئيلې شوي چې پاكستان د ترهګرۍ ختمولو عزم لري۔