اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) بشري حقونو پاره د سينيټ د فنکشنل کميټۍ چيئرپرسن سينيټر ثمينه ممتاز زهري وئيلي دي چې په صنفي بنياد تشدد د رياست په ضد د جرم په توګه تسليمول انصاف لپاره ضروري دے٬ د جمعې په ورځ د كمېټۍ غونډې په مهال په صنفي بنياد د تشدد په خلاف د اتحاد علامت لپاره د نارنجي رنګ سکارف تقسيم ساده خو ولې د طاقتور …
په صنفي بنياد تشدد د رياست په ضد د جرم په توګه تسليمول انصاف لپاره ضروري دے۔ سينيټر ثمينه ممتاز زهري

مزید خبریں
اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) بشري حقونو پاره د سينيټ د فنکشنل کميټۍ چيئرپرسن سينيټر ثمينه ممتاز زهري وئيلي دي چې په صنفي بنياد تشدد د رياست په ضد د جرم په توګه تسليمول انصاف لپاره ضروري دے٬ د جمعې په ورځ د كمېټۍ غونډې په مهال په صنفي بنياد د تشدد په خلاف د اتحاد علامت لپاره د نارنجي رنګ سکارف تقسيم ساده خو ولې د طاقتور اشارې د لارې د دې خبرې تصديق كړې چې هر غږ اهمهيت لري او هر ژوند مقدس دے۔ دا غونډه د سينيټر شيري رحمٰن لخوا قاعده 218 له مخې په صنفي بنياد تشدد (جي بي وي) د خطر وړ خپرېدل او په انتظامي او عدالتي ردعمل كښې نظامي ناکامو په اړه په وړاندې كړې شوې تحريك غور لپاره رابللے شوې٬ په غٶنډه كښې سينيټرز سيد مسرور احسن، قرۃ العين مري، شيري رحمان، پونجو بھيل، خليل طاهر او عطاء الحق سره سره د بشري حقونو وزارت سيکرټري او د اړوند څانګو لوړ پورو ګډون كړې۔ چيئرپرسن سينيټر ثمينه ممتاز زهري په دې خبره زور راوړو چې په صنفي بنياد تشدد نه يوازې د جرم په توګه بلكې د ژور ذهني صحت بحران تسليمول پكار دے۔










