ملګري ملتونه ۔19دسمبر(اے پی پی) پاکستان د ترهګرۍ خطرو باوجود په سوريه كښې د روانو اصلاحاتو ستائنې كولو سره په دې خبره زور راوړے دے چې د سوريه د سباؤن پرېكړه به د سوريه اولس له پخپله كول وي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نائب مستقل استازي عثمان جدون تېره ورځ سلامتي كونسل ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ د تېر يو كال په مهال …
د ترهګرۍ د خطرو باوجود د سوريه حكومت عبوري ګامونو ته د قدر په سترګه ګورؤ٬ د هيواد د سباؤن پريكړه بايد د سوريه اولس په خپله وكړي: پاكستان

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔19دسمبر(اے پی پی) پاکستان د ترهګرۍ خطرو باوجود په سوريه كښې د روانو اصلاحاتو ستائنې كولو سره په دې خبره زور راوړے دے چې د سوريه د سباؤن پرېكړه به د سوريه اولس له پخپله كول وي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نائب مستقل استازي عثمان جدون تېره ورځ سلامتي كونسل ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ د تېر يو كال په مهال د سوريه د حكومت لخوا پورته كړو عبوري اقدامات ته د قدر په سترګه ګورؤ۔ ده ووئيل ټولې رياستي ادارې امنيتي ډھانچې بايد د يو مركزي فرېم ورك لاندې كار وكړي دغسې چې اړے ګړے رامخې ته نه شي٬ مؤثره واكمني باوري كړې شي او د وسله والو ډلو د يو متحد كمانډ لاندې يو وارې بيا د ضم كولو د سوريه حكومت د هڅو بايد ډاډګيرنه وكړې شي۔ د ترهګرۍ خطرې په اړه پاكستاني استازي په پالميرا كښې د امريكې او سوريه په ګډه ګزمه د وروستي ترهګر بريد غندنه وكړه او د قيمتي ځانونو په زيان يې افسوس څرګند كړو۔ ده ووئيل داعش هم يو سنګين خطر دے او د دې بايد مخه ونيولې شي۔ ده ووئيل سوريه پرله پسې د ضبط او صبر مظاهره كوي او سفارتي لارې كاروي او بل اړخ ته د اسرائيل لخوا د سوريه د خپلواكۍ بيا بيا ښكاره خلاف ورزۍ كيږي چې ورسره استحكام ته زيان رسي او وضعه نورو كړكېچنه كيږي۔ پاكستاني استازي په بېت جن او نورو سيمو د اسرائيلي بريدنو او د سوريه په سيمو د اسرائيل د قبضې غندنې كولو سره ووئيل دا اقدامات نه يوازې د نړيوال قانون خلاف ورزي ده بلكې د امن د هڅو خلاف هم دي او دا بايد د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې په سمدستي توګه اودرولې شي










