اولنے پانډا بانډ به د پاكستان د منځومانۍ مودې قرضه جاتي استحكام لا مضبوطولو ٬ د مالي وسائلو په سرچينو كښې متنوع رامخې ته كولو كښې مهم كردار ترسره كړي: د وزير خزانې اورنګزيب غونډې ته خطاب

اسلام آباد۔19دسمبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب محتاط او په ماركيټ اډانه ماليات لپاره د حكومت د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي اولنے پانډا بانډ به د پاكستان د منځومانۍ مودې قرضه جاتي استحكام لا مضبوطولو ٬ د مالي وسائلو په سرچينو كښې تنوع رامخې ته كولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ د خزانې په وزارت كښې …

اسلام آباد۔19دسمبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب محتاط او په ماركيټ اډانه ماليات لپاره د حكومت د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي اولنے پانډا بانډ به د پاكستان د منځومانۍ مودې قرضه جاتي استحكام لا مضبوطولو ٬ د مالي وسائلو په سرچينو كښې تنوع رامخې ته كولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ د خزانې په وزارت كښې د پاكستان اولني پانډا بانډ اجراﺀ په اړه اړونده غونډه كښې وكړه۔ په غونډه كښې په دې لړ كښې د شوي پېشرفت بشپړ جاج واغستلے شو۔ په غونډه كښې ووئيل شول ګڼ اړخيزه همكارانو څخه د ضروري منظوري اغستلې شوي او چينائي اداره جاتي سرمايه كارانو سره رابطې مثبتې او رغنده پاتې شوي۔ په غونډه كښې ووئيل شول د سرمايه كارانو مجموعي رجحان او باور زيات د ډاډ وړ وليدلے شو ٬ متنوع سرمايه كارانو په اولنۍ او مسابقي اجراﺀ كښې خوښي ښكاره كړه او مثبتې رائے يۍ وړاندې كړې۔ دا رجحان د پاكستان د كلي معيشت د استحكام ٬ غوره پالېسۍ او اصلاحاتي فرېم ورك او د منځومانۍ مودې په اړه په مثبته معاشي منظرنامه د زياتېدونكي باور عكاسي كوي۔ ده ووئيل هيله ده چې د پانډا بانډ اجرا به جنورۍ كښې لانچ كولو سره بشپړ كړے شي۔ ده ووئيل د پانډا بانډ پروګرام مجموعی حجم د يو ارب امريكائي ډالر برابر اېښودلے شوے ۔ په اولني پړاؤ كښې دا نزدې د 250 ملین امریکائي ډالرو مساوي بانډ اجرا منصوبه ده۔ غونډې ته دا هم ووئيل شول پانډا سیریز ټو لپاره مالياتي ادارو سره په ابتدائي كچه رابطې پېل كړې شوي ۔ د هغوي وړاندېزونه هيله ده چې د اولني پانډا بانډ اجرا ختمېدو ته نزدې ترلاسه شي۔ د خزانې وزير تر دې دمه په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔ او په محتاط، مارکیټ اډانه فنانسنګ لپاره يۍ د حكومت د عزم پخلے وكړو۔ ده ووئيل اولنے پانډا بانډ به د پاكستان د منځومانې مودې قرضه جاتي استحكام لا مضبوطولو او د مالي وسائلو په سرچينو كښې تنوع رامخې ته كولو كښې مهم كردار ترسره كړي